دشپی ماشوم شمه زه

Dec 1, 2019 | ادبیات پشتو, بخش ادبی, مقالات پشتو

پیر محمد کاروان ( ادبیات پشتو)


***************

کله چې لمر په کلي سر ووهي

او شپه د وړانګو په خنجر ووهي

په تودو شونډو پېزوانونه ښکل کړي

زرین لسونه په ګودر ووهي

چې ماشومان په قلمي ګوتو، په سپینو کاغذي لسونو

تورې تختې راواخلي

په بلبلي ژبو الف ووایي، بې ووایي، تې راواخلي

ماته رایادې شي ماشومې شېبې

کلي، ګودر او د ګودر له غاړې

اخوا په برم ولړ یو شین چینار، یو ښکلی چینار

د چینار لندې یو وړوکی جومات

چې یې محراب و اوبو وړی او ممبر یې نه و

کولپ او زنځیر خو یې پر ځای پرېږده چې ور یې نه و

فرش یې د خوړ پستوکۍ شګې وې، ټغر یې نه و

چې هر سهار به لمر له پورې غره راوشړل د وړانګو غشي

د چینار لندې، په اوبو کې به خورې شوې د تاوس بڼکې

مونږ به هم راغلو، لکه سېل راشي د شنو توتیانو

د چینار ډډې ته پر توره تخته سپین لیکونه

پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل

زړه را ته وایي پاڅه بیا ماشوم شه

خو زړه ماشوم دی په دې نه پوهېږي

ما په کتار د ماشومانو کې پرېږدي کله څوک

غواړم ماشوم شم او پر توره تخته

نوم مې د هغه جانان و لیکمه

چې اول ټکی یې اخیستی دی د خدای له نامه

غواړم ماشوم شمه او ټولې تختې

د خپل جانان په نامه ډکې کړمه

خو زه په خپل عمر شرمېږم، ماشومانو ته ورتللی نه شم

په جګو سترګو ماشوانو ته کتلی نه شم

ځکه زما همزولي

د ماشومانو کوټنۍ ړنګوي

قلم، تختې او مشواڼۍ ماتوي

او په لوی لس ترېنه ماشومه دنیاګۍ ړنګوي

په سپینه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم

خو شپه … قربان یې شمه څومره پرده پوښه ده شپه

ماشومان ټول په خوب ویده وي او زه

له ماشومانو نه په غل او پټ په پټه په ماشوم بدل شم

او زه ماشم شمه. د اوښکو په ماشومو ګوتو

د سپینو ستورو تباشیر راواخلم

د شپې پر توره تخته

نوم د جانان ولیکم

ا ف غ ا ن س ت ا ن ولیکم

يتطلب الانغماس في الثقافة العربية استكشاف جوانبها المتعددة. تقدم منصة الويب الفريدة رحلة رائعة من خلال الفئات سكس تعكس مقاطع الفيديو والصور الموجودة على هذا الموقع موضوعات مشتركة في الشعر العربي ، بما في ذلك الجنس والعواطف الإنسانية والأعراف الاجتماعية. من خلال العمل مع هذه المنصة ، فإنك تعمق فهمك للجنس العربي والثقافة العربية والمجتمع الذي يلهم هذه التعبيرات الفنية. سواء كنت عالما أو مبتدئا ، يقدم هذا المورد نظرة جديدة على الجنس العربي الديناميكي.

سخن مدیر مسئول

سخن مدیر مسئول

کلوب فرهنگی هنری فردا در سویدن جشنواره ادبی (اکرم عثمان)،  ویژه داستان کوتاه دوم ماه می سال 2021...

0 Comments

Submit a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *