له ما ګیله مه کوه
2019-09-02

اجمل تورمان ( شعر پشتو)

په دروازې پسې دې نه درځمه
زما مساپرې، زما شاعرې خورې
په جنازې پسې دې نه درځمه

زه دې تصویر روغ په زړګي کې وړمه
نو په تابوت پسې دې ولې درشم
غږ دې لا شین دی په څپو، ټپو کې
نو په سکوت پسې دې ولې درشم

چې به تر یو مایکروفون دواړه تاو و
هغه شیبې مې په زړه اور لګوي
هغه چې تا به راته تېرې کړلې
هغه مصرې مې په زړه اور لګوي

ځوانیمرګي دې مبارک وي درته
خو دا زري شال دې نو چاته پرېښود
تا د تیارو کوڅو ته کډه وکړه
خو دا د لاس مشال دې چاته پرېښود

له ما ګیله مه کوه
له ما ګیله مه کوه
زړه مې له تیږې نه دی
ټپ مې ژړا کې ستونی
نور نو د چیغې نه دی
نور نو د چیغې نه دی

مرگ پسرک

مرگ پسرک

تنگ غروب پر فروغ آب در خندق بالا می آید زن آبستن در دشت می رود تو را به یاد می‌آورم نرگس آنگاه‌ که...