حنیف بکتاش

بې تقدیره شېبې

 خدایه !
دا ستا  د  آیتونو  تفسیر څنګه  کیږي ؟!
آسمانه  ستا  په  وېش  کې
دا  زموږ  قسمت  څنګه  دی ؟
تن  مې ،

د  کلي  د سهار  د سپینو  پرخو  په  څېر
له  پرهرونو  ډک  دی
زړه   مې ،
د غره  په  څېرمه
له  ماتمونو  ډک  دی

سینه  د  دود  له  تنفسه  ستړې
باغ  مې   ټپي ،  ټپي   دی
چینه  کې  سا  وچه   ده
او د  پسرلي  په   هدیره  کې  شمال
پر   وچو   څانګو  باندې
لوبې  کوي .

سخن مدیر مسئول

سخن مدیر مسئول

کلوب فرهنگی هنری فردا در سویدن جشنواره ادبی (اکرم عثمان)،  ویژه داستان کوتاه دوم ماه می سال 2021...

0 Comments

Submit a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *