-عبدالهادی هادی
تا نه راپیل شوی یم تر تا پورې محدود یمه
نور نو د دنیا له ښې نه وتی یم نابود یمه
څه که زه اوبه شوم؟ د زمزم د چینې سیال شومه
یو څاڅکی خوله د غنمرنګې پر وجود یمه
وامې خله رجړومه کې د څنګ جیب کې مې وساته
تاته خو رانجه یم د رقیب سترګو ته دود یمه
لمر مې په لمن کې دی او ستوري په ورغوي کې
ستا د تخیل د رنګینو د ښار حدود یمه
ناست یم له بیګا نه چې شهکار انځور دې وباسم
نوره مې تکمیل یې، زه دې سترګو کې کمبود یمه
مه وایه جانانه!چې هادي خو رانه لرې دی
زړه کې دې اوسیږمه په خوب کې دې موجود یمه
0 Comments