زړه جوړونکې مسکا

ژوئن 23, 2019 | ادبیات پشتو, بخش ادبی, شعر و ادبیات, مقالات پشتو

پير محمد کاروان

زړه جوړونکې مسکا

اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم

اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم

اوس هغه ستا زړه جوړونکې مسکا نه وينم ړنګ يمه زه ړنګ يمه په سترګو چې تا نه وينم

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه

تورې توتکۍ راشي خو ستا خبرې نه راوړي ژاړي راته سپينې د خندا خبرې نه راوړي

چا ويل چې زړه مې په پنجو کې د عقاب کېږده اوس نو تو رپټکي کې مې د صبر سور ګلاب کېږده

ته خو په ارام يې خو زه ډېر ډېر نا ارامه يم وامې خله پرېوتی لکه تور ببری له بامه يم

صبر د پاک ربه راته وغواړه چې ژوند وکړم بيا د خپل زړګي د مات کودي سره پيوند وکړم

ګوندې وي چې تا هم په وګمو کې راژوندی کړمه يا لکه بلبل دې په نغمو کې راژوندی کړمه

صبر کوه ستا د قبر درګې به رالويې شي زه به يې قلم کړمه نغمې به ترې راتويې شي

بيا به زه ماشوم شم په زانګو کې به جوټې وهم ستا د الله هو په ازانګو کې به جوټې وهم

ته به راته ټولې د رڼا خبرې بيا وکړې زما په يتيم سر به لکه سيوری د هما وکړې

ستا د دوعاګانو پر زنګون به مې سر ايښی وي تېغ به مې د صبر د بېلتون پر ځيګر ايښی وي

زه به ستا د خيال او د رويا تر څنګه ناست يمه داسې به خوشال يم لکه ستا تر څنګه ناست يمه

بيا به زه له سره له ژوندون سره ځواني وکړم بيا به د ګلابو د نرګسو باغواني وکړم

گهواره؛ پایان یک رکود

گهواره؛ پایان یک رکود

سیامک هروی برگرفته از نشریۀ وزین « اطلاعات روز» درست پنج سال قبل از امروز در سایت فارسی بی‌بی‌سی...

ما و جامعه مدنی

ما و جامعه مدنی

سیده طالبی به نقل از نشریه ی وزین نون مفهوم جامعه مدنی بیشتر از سایر مفاهیم حوزه علوم انسانی...

0 Comments

Submit a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *