سلیمان لایق
******
گونگ فرياد
د جوزا لمر چې لویدیځ پلو ته ړنگ شي
د جرمن وطن په نور کې رنگارنگ شي
چې وږمه یې په بربنډو نجونو پریوزي
د جنت نفس له رخې ورته تنگ شي
هر سبا رنگونه اوري په وریځو
گرد آسمان د لمر د سین په څپو رنگ شي
مست نسیم چې خوځوي د گلو څانگې
چاپیریال د حسن او مینې یو آهنگ شي
جرمني چې په اغزیو لاس راکاږی
یا خاټول شي، یا گلاب شي، یا لونگ شي
دا زموږ وطن د چا ښیرا گټلی
چې د سولې غږ پرې وشي هغه جنگ شي
دغه څه فتنه په موږ باندې اخته ده
چې چونجی زموږ وهلو ته نهنگ شي
جاپاني هزاره گان د جهان واک کا
افغانی هزاره مټکی د تبنگ شي
پښتانه ته که بخت وخاندي په سهو
یا په نس د چا مزدور شي یا ملنگ شي
د وطن چیغه چې باسم له گوگله
په مرۍ کې مې د شعر فریاد گونگ شي
۱۹-۳-۱۹۹۵ ولفرات
0 Comments