ځوی د افغانستان

Apr 29, 2019 | بخش ادبی, هنر و ادبیات

عبدالرحمان پژواک

طراح:میکائیل وردک


 

ځوی د افغانستان

نور له ځان او له جهانه خبردار نه یمه زه
دومره پوه یم چه مجنون یم او هښیار نه یمه زه

د وطن لیلی بهر کړم د وصال له کجاوي نه
خوب د مرګ وینم هرکله چه بیدار نه یمه زه

مور می لور وه د سپین غر پلار می ځوي و د تورغر
زه یم ځوی د افغانستان د مور او پلار نه یمه زه

د څیښتن فضلونه ډیر دي خو دا لوی فضل د خداي دي
چه د خلکو خدمتګار یم او بادار نه یمه زه

وطندار د هر افغان یم چه د روس سره جنګیږی
د پردي د غلامانو وطندار نه یمه زه

نشم عرش ته زه ختلی د راکی* د غرو له څوکو
که ویشتلی په پیچومو د آسمار نه یمه زه

که کشمیر او په مري* کښې ځان ته جوړي بنګلی* کړم
سپیڅلی اتل ځوي د ننګرهار نه یمه زه

اوس چه زوړ ئی ته پژواکه د ګناه طاقت دِ نشته
لاپي مکوه چټی چه ګنهکار نه یمه زه.

واشنګتن، اکتوبر ۱۹۸۵


*راکی: په امریکا کښې د غرونو یوه سلسله

*مري:  په پاکستان کښې یو ښکلی ځاي

“مری منطقۀ كوهستانی سرسبز در نزديكی اسلام آباد است . استاد سخن می‏فرمايد كه جهت عيش وعشرت به پاكستان نيامده بلكه داعيه وطن پای او را به ديار غربت كشانيده است.”/ با تشکر از سلطان سرور

*بنګلی: دبنگلو نه مقصد ماني او قصرونه دي . دا انگليسي كلمه ده: bungalow

سخن مدیر مسئول

سخن مدیر مسئول

کلوب فرهنگی هنری فردا در سویدن جشنواره ادبی (اکرم عثمان)،  ویژه داستان کوتاه دوم ماه می سال 2021...

0 Comments

Submit a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *