احمد هژبر

Apr 28, 2019 | بخش ادبی, هنر و ادبیات

حبیب الله غمخور


 

دمننې اوکورودانی څرگندونه!

درنوليکوالواودکتاب مينه والو!

نن دکتاب نړيواله ورځ ده ،ترهرڅه وړاندي زه دکتاب ليکوالواولوستونکوته دکتاب دنړيوالی ورځې له امله دزړه له کومي مبارکي وايم .

دخپل هيواد هغوليکوالوته چې همدا اوس شپه او ورځ زيارباسي اودکتابونوپه ډالی کولوسره ،علم،ادب ،ژبې اوکلتور پياوړ تياته سترخدمت کوی ددرناوی سرټيټوم،دروغتيا او ښېرازيوسره مل  اوږد ژوند ورته غواړم ،هغه عالمان اوليکوال چې له بده مرغه  اوس ژوندي ندي اوموږ یې له شتون نه محروم  يو روح دې ښاد اوياددې ابدی وي .

څو ورځې وړاندي مې  په امريکا کښي اوسېدونکی  افغان  ادبي شخصيت، ددموکراسی  دنهظت له لمړنيوليکوله فعال ځوان ،د انساني احساس څښتن،غښتلی شاعر ښاغلی انجينر احمدعلي هژبردشعرونودوهمه ټولگه د «کوچه گرد» په نوم ترلاسه کړه .

کوچه گرد دهغه شعری ټولگې نوم دي چې شاعر په دری  دشعر ژبه دمځکې پر مخ اوسېدونکوانسانانو سره دزړه خواله کړي دي .

شاعرداشعری ټولگې د ډالی  لولوپه پلمه  ليکی : تقديم به صاحبدلاني که گاه گاهي روح  آورۀ شان کوچه گرد ديار به ستم ازدست داده شان ميگردد وورقی از خاطرات خوش وناخوش شانراصفحه برميگرداند.

مادا انځوريزه  شعری ټولگه   چې دشاعر په ابتکار ، ژورملی احساس ،له ولس اوهيوادسره  په ژورفکری استعداد انځور سوې ده  په منډه ولوستل  په لوستلویې يوځل بيا پدې پوه سوم چې شاعر پدې  شعري ټولگه کښي دشعرپه ژبه دافغانی ټولنې سياسی اوټولنيز حالت انځورکړی اوپدې بڼه دټولنيز ژوند رازونه اوارمانونه ترخپلو لوستونکو ته رسوی   .

د کوچه گرد  شعری ټولگه په ۱۳۹  مخونوکي په ښکلی صحافت چاپ سوېده . په پيل کي شاعرله ټولو هغودوستانونه مننه کړې کوم چې ددې ټولگې په چاپ  کې تخنيکي مرسته کړې اوترهغه  وروسته پدې شعری ټولگه کښي دبلېگې په توگه تردې سرليکو لاندي غزلی ،دوه بيتي اوشعری ټوټې چاپ سوی دي :

نسيم آشنا، ديوار شکن،نواي غريب،سنگسار،کوچه گرد،مردود،گلدسته ،همنشين اهريمن ،زن،اشک ستاره ،ذوق اسارت، گريه بي بهانه ،چوک کابل ،زدن زدن اوداسي نور .

شاعر په يوه دوه بيتی کي دهواي کابل  ترنامه لاندي ليکی .

هواي کابل

الا ای مرغک خوب هوائی

خبرداري زکوه آسمائی

شنيدم شهرمن آتش گرفته

مگر بالت از آن دارد سياهی

په يوه بله دوه بيتی کي ليکی :

سحر کجاست نويدی دهيدغمزده را

به ماتم کی نوشتند بخت ميکده را

لحاف غفلت  شيطان به سر کشيده شفق

نکند سربريده اند خوروس دهکده را

دادوه بيتی مي ډيره خوښه سول :

تهی ازکفرودين است خانۀ دل

به سازهيچ مذهب پانکوبد

بنازم غيرت  مردانۀ دل

بل ځاي ليکی :

خداياهيچ جزچشم ترم نيست

به غربت سوختم بال وپرم نيست

مجال گريه یی بسيارسوزان

به خلو تگاه گور مادرم نيست

زما له نظره دا شعري ټولگه لوستونکو  ته دافغانی ټولنې او انسانی ژونددمختلفو اړخونو په  اړوند يوښکلی پيغام  رسوی .

زه نوموړی روڼ اندي،خپل هيواد اوولس ته ژمن شاعر انجنير احمد علی هژبر صاحب  ته  تاند قلم اودبې شمېره شعری ټولگودليکلو او دروغتياسره مل  اوږدعمرهيله کوم .

ددې ترڅنگ دټولوهغودرنو قلموالو،ليکوالو،شاعرانواديبانو،تاريخ پوهانو، سياسي شخصيتونو اودکتاب له مينه والونه چې زه یې تل پخپلو کتابونو نازولی يم  اوخپل علمي اثار یې پرمالورولې دزړه له کومې مننه کوم .

خپله دامنن ليکنه دشاعر پدې بيت چې نوموړی دخپلي شعری ټولگې پېڅول هم په رانغاړي يايته رسوم :

به بزمت نيست راهم حسرتم بسيار ميسوزد

به دوزخ مانده رامانم که می بيند نشاط حوروزاهدرا

ټولوته تاندقلم ،دخوښيواوشېرازيوسره مل اوږدعمر غواړم

يتطلب الانغماس في الثقافة العربية استكشاف جوانبها المتعددة. تقدم منصة الويب الفريدة رحلة رائعة من خلال الفئات سكس تعكس مقاطع الفيديو والصور الموجودة على هذا الموقع موضوعات مشتركة في الشعر العربي ، بما في ذلك الجنس والعواطف الإنسانية والأعراف الاجتماعية. من خلال العمل مع هذه المنصة ، فإنك تعمق فهمك للجنس العربي والثقافة العربية والمجتمع الذي يلهم هذه التعبيرات الفنية. سواء كنت عالما أو مبتدئا ، يقدم هذا المورد نظرة جديدة على الجنس العربي الديناميكي.

سخن مدیر مسئول

سخن مدیر مسئول

کلوب فرهنگی هنری فردا در سویدن جشنواره ادبی (اکرم عثمان)،  ویژه داستان کوتاه دوم ماه می سال 2021...

0 Comments

Submit a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *