© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

پو هنیار واحد نظری

 

 

 

 

                                د ډیر ګران او دروند ډاكټر صاحب اکرم عثمان
                                        اویاومه کالیزه دی مبارک وی


زه دلته دالازمه نه ګڼم چی هغه ټولی خاطری اومجلسونه چی ما د ډاکټر صاحب سره درلودل مفصله یادونه وکړم ،لنډه يي داده هر وار چی دی ما په راډیوکی ، دلیکوالانو په ټولنه او په افغان فلم كي دده سره دخبرو ویاړ درلود اويا مي دده خاص او دمهربانی څخه ډک آشنا ږغ د راډیود څپو څخه اوريدلۍ ، تر او سه لاهم هغه زما په غوږو کی انګازی کوي اوزړه مي خوشحاله كوي.
د ډاكټر صا حب ده دنوم یادونه و ماته دری شیان را په یادوی :
دده دمهربانۍ ډكه څهره ، ډیری شمیرلی عالمانه او دتواضوع ډک کلمات او ددی سره یو ځای دده کیسی چی هر یوه یې زموږ د افغانی ژوند یوه هنداره ده او دصفا او دو ستی یوه په زړه پوري تابلو ده .
مو ږ ډیر عالمان لرو خو اکثره یې لازمه تواضوع نه لري.
ډیر ښه لیکوالان لرو خو اکثره یی بیګانه دی .
ډیر دا سی کسان سته چی خبری یی خوږي دي خو کوني یې کږي دي
نو دده به هکله هغه آشنا بيت ښه صدق کوی: آنچه خوبان همه دارند تو تنها داري....
زه ددغه بزر ګواره علمی شخصیت پیاوړی لیکوال او مهربانه دوست ،علمی او ادبی مقام ته داحترامه ډک سر کښته کوم او فخر کوم چی دا سی افغانان سته .
ګرانه ډاكټر صاحب ستا اویاومه کالیزه دي مبارک وي ، تا سوته د پاک پروردګار د درباره د ښه صحت او اوږد ه ژوتد او پوره سلا متیا غوښتنه کوم .
پر قلم مو برکت.


 

«»«»«»«»«»«»


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول