© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

حاجي امین باوري

بلجيم

 

 

 

 

 

اویایمه کلیزه دي نیکمرغه

 

 

په دی پوره باور لرم چي، د هیواد د نامتو لیکوال او آدیب ډاکټر اکرم عثمان د ژوندانه د اویایم پسرلي په اړه به د هیواد زیاد شمیر لیکوالان، پوهان او د آدب لارویان د نړۍ د بیلا بیلو سیمو څخه څیړنیزي مقالی، د مبارکۍ پیغامونه او د ځانګړي ارادت لیکونه ولیږي. زما د دې باور وجه دا ده چي، یو خو ډاکټر اکرم عثمان زموږ په افغاني ټولنه کي بی جوړی لیکوال او آدیب دئ، او بل دا چي، آدب، مینه، ښکلا، سپیڅلتوب، رښتینولي، افغانیت او انسانیت د اکرم عثمان نور نومونه دئ، چي د هیواد ټول لوستي او نالوستي کسان یی د شک پرته مني.

 

ډاکټر اکرم عثمان د نورو ټولو ځانګړتیاوو سره، زما لپاره دوه ځله د اغیزمن ښونکي دريځ لري. لمړې دا چي په ټولیزه توګه د افغاني ټولني داسي لارښود دئ چي، په لیکلو او ویلو کی یی زموږ د دودیزي ټولني د نجات او ساتلو پر لور د ځوان نسل د روزني او پالني هڅه کړیده. د کابل هر (( کاکه )) د هیواد د ځوان کهول لپاره د شخصیت یوه غوره بیلګه وه. محرمیت، وفاداري، مهرباني، پاک لمني، صداقت، ورورولي، درنښت او نور د ډاکټر اکرم عثمان په لیکونو کي هغه توري او مفاهیم وه چي هم اولس منلي او هم د ځوان کهول سر لارو ته محک او معیار ګرځیدلي دئ.

 

زه هم د افغاني ټولني د یوه غړي په توګه د ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان د ویلو او لیکلو څخه اغیزمن سوۍ یم. دوهمه اغیز په نامخامخ توب کي زما هڅونه ده. زه د لوی کندهار د ښه ځوانانو په اړه او په ځانګړي توګه (د کندهار بنګ ) قیصو لیکلو ته د اکرم عثمان هغو خوږو او په زړه پوري داستانو وهڅولم چي یا مي د راډیو افغانستان له څپو اوریدلي او یا د مجلو په پاڼو او یا هم د کتابونو په بڼه لوستلي دي.

 

زه د ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان د ناحضوره زدکونکي په توګه د خپل استاد اویایم پسرلي ته هوسیږم. د ډاکټر صیب د کورنۍ غړو، دوستانو، مینه والو او ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وایم.

 

قلم یی غښتلئ، د اوږد او خوشاله ژوند دعا ورته کوم

 

په درناوی

 

 

 

 «»«»«»«»«»«»«»«»

 

 

 


 

صفحهء مطالب ويژهء بزرگداشت