© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د لطيف بهاند لیکنه

 

 

 

                                   د باري جهاني شعر ته کتنه

که هنر دانسان د روحي – فکري – عاطفي اړتياوو پوره کول وي، نو ښه هنر او له هغه ډلې نه ښه شعر بيا د انسان په ارواحي ژورتياوو،ښکلايزو احساساتو (مينې،کرکې او غريزه )کې دهڅو او هاند دبهير پلټنه،څېړنه او يا ددغه بهير د کومې شېبې يا برخې انځورول دي.
ښه هنر په تېره بيا شعر، ښکلا او انځورونو ته اندېښنې او تفکر وربښې.
داهم بايد ووايو چې د ژبې تورو ترټولو نه غوره انځورونه ،شعر دي.
ددې لنډې يادونې نه مې موخه دا وه چې باري جهاني زموږ په هماغو شاعرانو کې راځي چې دا ټولې يادونې په خپلو شعرونو کې رانغاړي اوز موږ مخې ته يې دژوندويو انځورونو په توګه ږدي.
د غزلو .يا قصېدو تر څنګ هغه دا هنر په نظم او داستاني بڼه کې هم تصويروي.
باري د خپلې ژبې او ملت ويده نکلونه،هېرې شوي کيسې او نا ويل شوي افسانې بيا ژوندې کوي هغه ،هغه ولس ته وريادوي چې پر هېواد يې دوحشت او تيارو کېږدي لمن اواره کړي وه.
دباري شعر او دا کيسې دغو تيارو لاندې دده دولس ويده روښان اندي ته دستوري په څېر ځلېږي او دلارو نښې يې ګرځي.
دخلکو ژبې ته دهغه دشعر د ژبې نېږديوالي ددې سبب شوي دي چې دا هڅه لا پسې بريالي او اغيزمنه وي.
که کوم لودېز کره کتونکي يا دشعر څېړونکي د باري دشعرونوڅه زوره وره څېړنه وکړي،هرو مرو به هغه ،د افسانې يا اسطوره جوړونکې شاعر په نامه ونوموي.
هغه د تېرو او اوسنيو مذهبي ،ملي تاريخي اتلانوپه ملي کولو کې بې ساري لاس لري.هغوي ته ملي څېره ورکوي،هغوي په خپله فلسفه،دياغيتوب او درېدو په اندېښنو ،اندېښمنه وي.له هغوي سره ،دهغوي له اواز سره،خپل اواز،خپل هڅوونکي ښکلايز انداز،ملګري کوي.
ادم او درخو،شرين ،ملوک او بدري جماله، فرهاد، ليلاومجنون، بلال، منًصور، نمرود، کليم،نيل،اسرافيل،يعقوب،يوسف زلېخا،کنعان،ښاپېري،خضر او دخضر چېنه، شيطان، سکندر، جام جم او ډېرې ،ډېرې نوري.
زرکه،شپېلۍ،شپانه،رمباړې،وچ ډاګونه،نکرېزې،ډول،ډولونه،غرونه
رغونه، دبلبلوچغهار،منګوټي،پايزېب،ځولۍ،ګودر،پېزوان،کلي،سپېلني،کاڼي،مالت،اغزي،کوچي،کېږدۍ،د کېږديو اورونه،اتنونه ،دنجونوتالونه ،ورا،کاروان ،رباط،ريبار،رباب،خال، او دده دخلکو ژوند ته نورې ډېرې خبرې بياهم دلته حضور لري.
داده په شعرکې دهغه د ژوند د ولسي چاپېريال غوره اغېز ګڼلي شو.
د هغه ځېنې شعرونه د هېواد دفرهنګ،سياست او تاريخ داسې ګډمالګوبي دي چې دهېر شويو افسانو،يادونو،بدمرغيو،خوښيو او غمونو بې ساري انځورونه باسي.
دلرغونی او کلاسيک شعرنه خبرتيا ،په هغه پوهېدنه ،دهر ښه شاعر غوره ځانګړتيا ده. دده په نکلونو او ويل شويو نظمونو کې دا له ورايه لېدل کېږي.
ددې تر څنګ دخپل تاريخ،تاريخي تګ لوري،دتاريخي تګ اوري له لوړو ژورو او دپر جړو او جرړو خبرتيا دښه شاعر بله غوره ځانګړتيا ګڼل کېږي.
دده په شعر کې دداستان يا افسانې يا نظم ليکني يوه ستره او غوره ځانګړتيا داده چې هغه دکومې لاسي ايديالوژي او يا واکمن مئين او اسير نه دي.هغه مئين دي،هغه په ښکلا،هغه په ادا،هغه په تخليق،هغه په انځورونو او هغه نووښت مئين دي.دي سره له ټوله ياغيتوبه تر نه باوره پورې دهغو پېرزو او ناز وړي.خو دي،اسير نه دي.
دغه راز که شاعر دخپل ملت،په هره کيسه،هره افسانه،هر متل،هرې ټوکی، ان ملنډو او په ټولي توګه په فکلور او دود دستور پوه وي ،هغه به ،دخپلې ژبې له هر توري،هرې کلمې،هر ترکيب او هرې جملې نه په رښتيا ،لوي،نه هېرېدونکي،ژوند بښوونکي،ازارونکي او زړه راښکوونکي کيسې او افساني جوړوي.
باري ته باري تعالي دا ټولې ځانګړتياوي ورکړي دي.
دهغه ذهني خوځون،ددې پورتنيو ځانګړتياوو دخوځون له هرې لويشتې او څپک سره خوځېږي،خوځېږي او په خپل تګ لوري کې،د زمانې له زړې حافظې نه هېر شوي زياتره هغه څه ويني او راسپړي ،چې نوريې حتي تًصور هم کولاي نشي.
دده په شعر کې دداستان يا افسانې يا نظم ليکني يوه ستره او غوره ځانګړتيا داده چې هغه دکومې لاسي ايديالوژي او يا واکمن مئين او اسير نه دي.هغه مئين دي،هغه په ښکلا،هغه په ادا،هغه په تخليق،هغه په انځورونو او هغه نووښت مئين دي.دي سره له ټوله ياغيتوبه تر نه باوره پورې دهغو پېرزو او ناز وړي.خو دي،اسير نه دي.
دباري شعر د پښتو ادب دهغوڅو ګوت شماره شاعرانو په شعر کې راځي ،چې له رازونو او نيازونو ډک دي او دا رازو نياز لا تر اوسه وړ ،وړونکي او وړ سپړوني نه لري.
دشعر لوستوونکي،پر شعر پوهېدونکي او دشعر اوريدونکي،که لږ ښه ځير شي ،دې ته به يې پام شي چې دباري دشعر ،هر توري څوځله د زړه په وينو،د ګلاب په عطرو،دارمان په اسويلو،د درد په زګيرويو،د خيال په څپو او دديدنون په شيبو کې ،لمبېدلي،ډوب شوي او بېرته يې ځان يا دغزل،يا قصېدې،يا څلوريزي او يا کوم ښکلي نظم په بڼه را څرګند کړي دي.
که ديوه کلاسيک شاعر دا يادونه چې شعر په زړه کې دتير شوي خيال نه .جوړه شوي خبره ده .چې په ژبه راځي،ومنو.ډېره به شاعرانه وي ،مګر دا هم بايد ورزياته کړو چې شعر يوه داسې نه ماتيدونکي تنده ده،چې په ويلو سره يې ماتيدل غواړي،مګر په ښوشاعرانو کې چې يو هم په کې باري دي،دا تنده دهر نوي شعرپه هر ويلو سره لا څوچنده کېږي.
د نظمونو او داستانونو په بيان کې دباري دغه شان تنده له ورايه برېښي.
هغه خبره چې ليوني مينې کړم اشنا له بيابان سره ،دي ورځ تر ورځي د کيسو او افسانو د بې پايه شاړو او ميرو لوري ته هڅوي او ور غواړي يې. دي چې څومره دي پلو ته درومي ،هومريې تلوسې لاپسې ،تلوسې کوي..دي هره ورځ هلته نوي څه پيدا کوي.
باري جهاني دخپلې شاعرې په اوږدو کې کرار کرار او سوکه سوکه له ذهني ښکلا نه،ټولنيزي،ژبنۍ او جولېزې ښکلاته ،هغې ښکلا ته،چې کله ناکله د لويو ارمانونو انځورونو باسي ور روان دي.کولاي شو ووايو چې ورسېدلي دي:
دده د داستاني شعربهير په څو ګودرونو ويشلي شوو:
د پښتو په شاعرۍ کې د لاسي يا اګاهانه ښکلايز ې چاري لپاره هڅه.
-ملي معني ته،ملي غوښتنو ته ِپراخ اوښتون ته او ملي ويښتيا ته لاره پرانستل.
-د ټولو په وړاندې دريدل. دټولو زوروروو،د ټولو ناوړو واکمنو او دټولو قسمت ټاکونکو په وړاندې درېدل
.((دده په شعر کې ما دغه خوځون مخکې د عصيان په نامه نومولي دي))
بله خبره دده شعري ښکلي ژبې ده.
خبره په دې کې ده چې .دي ،ان غندنې،ښکنځلي او د نادودو يادونه په ډېر ښکلي انداز سره بيانوي.
دباري شعر د پښتو ادب دهغوڅو ګوت شماره شاعرانو په شعر کې راځي ،چې له رازونو او نيازونو ډک دي او دا رازو نياز لا تر اوسه وړ ،وړونکي او وړ سپړوني نه لري.
که دسيلمان لايق شعر د مست ،ياغي او نه ايليدونکي سمندر څپو ته ښکلو څپو ته ورته دي،د باري شعر کولاي شو، زرين يا مرغلين اميل ،ته ورته کړو.داسې زرين اميل ته چې دښکلو دغاړې هار او دغاصب،او مکار زاهد او ددوکه مار مجاهد دغاړي دلعنتونو کړۍ جوړوي.
دي دچا،دکومې ډلې،د کومې لارې تربور نه دي.دي دتيارو،دي دشرارت،دي دشيطاني ارواحو او شيطاني کړو تربور او دښمن دي.هغه خو په دې برخه کې کله له نا کله ان دهستي بښونکي په وړاندې هم خپله تربګني نه پټوي.
شاعر بايد لوي روح ولري.شاعر بايد د لوي روان درلودونکي او د پراخ زړه خاوند وي.شاعر بايد د بې پايه تفکر،دنه ماتيدونکي ارادي ،نه ايليدوني تکل،دسمندر سمندر ذوق،دپاي ته نه رسېدونکو خيالانو،د ژور درک،دپياوړي پېژندنې او نه هېرېدوني ياد خاوند وي،
تېر هغه وخت ښه دي چې دهغه له پېژندنې او تجربې نه نننۍ شخړې اوارې کړي شوو.او فکلور د تېر ميراث ژوندې کول دي.
د فلکلور ترټولو نه غوره معني به ولسي هنر په تېره بيا ادب کې د ژوند د بهير موندل دي.
په فکلور کې .افسانی ،متلونه،کيسې،نکلونه او ان اپلتې هم راتلاي شي.
د فلکلور تر ټولو نه يوه غوره ځانګړتيا،په هغه کې ديادونو ژوند دي.
ټولو ته به څرګنده وي او کنه چې باري يو مورخ دي.يوملي مورخ،يو بامسووليته مورخ او يو درازونو د راڅرګندولو،په تېره بيا په پښتو فلکلور کې دتاريخي پېښو دپلټنو مورخ دي.هغه د هګل خبره د ټولنز ژوند نه د پردي د پورته کولو مورخ دي.
.ښه شاعر هم همداسې وي چې دخپلې ژبې،دهغې له روحي توان نه،دهغه دتخييل ،عاطفې او ملي انديښنو له ښکلايزوو اندازونه هغه پرده لري کوي چې ،چې دانځورولو مخه يې نيولي ده.
دهغه شعر ښکلاوي،ناښکلاوي،تور او سپين او ډېر څه او څوک شعر ته ورلېږدوي.هغه ارمانونه،هغه ويرونه،هغه خوښۍ،هغه مينه،هغه کرکه،هغه په شاعرانه نه بيانېدونکي بيان سره ،هرهر څه چې نور يې لا په خبروکې دويلو توان نه لري،دي يې شعر ته ورلېږدوي.
که څه هم هغه پخپله هيڅکله دمتعهد شاعر دعوا نه ده کړي،خو هغه تر زياتو متعهد و هغه شاعرانو نه متعهد شاعر پاتي شوي دي،خو توپير يې له دي نورو متعهدو شاعرانو نه په دې کې دي چې باري دملت،دخپلې ژبې،دخپل تاريخ او دخپل دوران په وړاندې متعهد پاتي شوي دي، دي د رڼا دساتني او پالنې،دي دژبې او دهغه دادبياتو په وړاندي پوروړي او متعهد دي.
ښه شاعر هم همداسې وي چې دخپلې ژبې،دهغې له روحي توان نه،دهغه دتخييل ،عاطفې او ملي انديښنو له ښکلايزوو اندازونه هغه پرده لري کوي چې ،چې دانځورولو مخه يې نيولي ده.
دده ددې ډول شعرونو يوه بله ځانګړتيا داده چې دي دلته تصويرونو داسې جوړوي چې هلته معني او مفهوم د تصويرونو په مرسته په ژوند بښوونکو او لمسوونکو انځورونو بدلېږي.
باري پخپلو داستاني يا اسطوريي شعرونو کې ځېنې داسې سپېڅلې اساتير چې پېړۍ پېړۍ پټې پاتي شوي راسپړي او څېړي.
د نکل يا داستان ويل ،له ولس سره،له ډېرکي ولس سره،د اړيکو،دخبرو او دمخامخ کېدو تر ټولو غوره لاره او چاره ده.هغه ولس چې پخپله د همدې کيسو،دهمدې نکلونو او دهمدې راويتونو اصلي سرچينه او زېږنده دي.
ښه شاعر هغه يادونه،هغه خاطري او هغه ټوله مروړي ، هستي دنظم په بڼه،دشعر په بڼه اميل کوي ،هغه په ښکلايې انداز،په ښکلايز ادا او دعاطفې او تخييل په زياتوالي سره خلکو ته وريادوي.
باري هم دخپلې ژبې تاريخي بهير،دهغې دويونکوو روحي خوځون لويو ابدي اساتيرو په ويناوو ،دهغو داتلانو په خبرو،دهغو په تاريخي پېر او دهغو په غم او خوشالي کې لټوي او په خوږه شاعرانه ژبه يې ننني کوي.
دنورو ځانګړتياوو تر څنګ کولاي شو ووايو چې باري ډېر هغه څه چې شاعرانه ،نه دي شاعرانه کوي.
ماتول ،صراحت،طبيعي وزن او په هغو کې د مکار غندنه دده په شعر کې بل نوښت دي.
هغه په دې افسانو کې موږ ته را په زړه کوي څوک؟چېري يو؟چېرته تلاي شو؟ او څه کولاي شو؟
په دې توګه کولاي شو چې هغه دلته هم خپل ياغيتوب ساتلي.هغه دلته هم له دوکې ياغي ،له دروغو ياغي،له مکاره ياغي او له ريا ياغي پاتي شوي دي.
دده همژبي بايد زموږ د څو نورو ګوته په شمار شاعرانو دشعرونو په شان دده شعرهم دپښتو ژبې د ويښتيا نوي الفبې وګڼي .
هر يويې په ډېرې مينې او تلوسې سره د هغه زدکړي ته پلتري ووهي او کنه دوي به دخپل ملي ژوند په پېژندنه کې همداسې نالوستي پاتي وي .

 

    

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول