Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  ډاکټر حنیف بکتا ش




                 د سوما له خمه اخلي نوش په نوش وروستي جامونه
                             د سرکښواومخکښونوښتونوشا عرعبدالباري جهاني

د جولای د میا شتې په شپږویشتمه د سوید ن هېواد دافغا نستا ن د وتلي اونومیا لي شاعرعبد ا لبا ري جها ني د ویا ړلوانجمن و. پلازمېنې ستاکهلم ته د سویدن له بیلا بیلو ښا رونو څخه یوشمیرمیشتوراغلوافغا نا نود یوې
درنې غونډ ې په ترڅ کې دښاغلي جهاني دادبي مقام لما نځنه وکړه.د ویاړنې غونډه دسویدن د قلم د کلوب په
نو ښت چې مشري یی ډاکټراکرم عثمان کوي شوې وه . دې غونډ ې ته له کا نا ډا نه لیکوا ل اوڅېړونکۍ ډاکټرصبوراله سیا ه سنګ او له برتانیی نه د دغو کرښو لیکونکۍ هم مېلمانه شوي وه .
غواړم چې د دغې بر یا لۍ اوله محبته ډکې غونډ ې دجوړېدوپه بهانه ددغه نومیا لي
 شاعرهستونواونوښتونوته یوځغلنده نظرواچوم تر څو له یوې خوا د دغه وتلي اومنلي شاعردلما نځنې ویاړرا په برخه وي اوله بلې خوا دقلم د کلوب د تکړه فرهنګپا لونه دهغې مینې په خاطرچې له ماسره یی په سویډن کې زما داوسېدو په وخت ښود لې مننه وکړم .
لکه څرنګه چې ما په غونډه کې هم وویل ښاغلۍ جهاني دویاړنې او ستا ینې پوره شا یستګي اواستحقاق لري .
دده نو ښتګرو هڅونه یواځې په خپل وار پښتوشعر ته نوۍ روح ورکړۍ بلکې دی یی د یوه مبارزشخصیت
په حیث پېلوځۍ په لاس د تیا رې پر ضدد سرجنګۍ د ډ ګر د سرکښواومخکښو نوښتونوپه یوې داسې څیرې اړولی چې د ډ یروسترګې وراوړي .

دوی په کوډلوکې وزرونه خلاص کړل
موږته زند ان د ا لو تلو نه و
د وی له نري با رانه وتښتېد ل
موږ ته سېلاب د ټینګید لو نه و

موږ د ازادو الوتو په خاطر
دلته قفس کې وزرونه ما ت کړل
چا دزندان پنجرې ماتې کړلې
چا په سوکونو کې لا سونه مات کړل

ما لمړۍ ځل عبدالباري جهاني دیرش کاله وړاندې هغه وخت په کا بل کې ولید چې لا یی په سرکې سپین نه وه لګېد لي.له همغه وخته مې د ده اودده له شعرسره پیژندګلوي پیل شوه اوتراوسه دده له ارزښتنا کوهستونو نه خوند اخلم.له هغه وروسته څو کاله پخوا موږ په ګډه د BBC پښتو خپرونې دپېلوځي د مجلې دیوه بحث مېلمانه وو. دابحث تړلې نړۍ او اد بیات نومول شوی و. دا بحث چې په ترڅ کې یی زه د ده د فکرونو او اندازونوله نوو اړخونو اومیدانونوسره اشنا شوم زموږ تر منځ د اړیکو لاره له سره پرانیستله .
دده دانځورګرې شاعرۍ نړۍ ډیره پراخه ده .دده په شعر کې ژورې اند یښنې ، نوښتګره فضا، پیژندل شوي او نه پېژند ل شوي موجونه او تاوونه اویوه داسې موسیقي نغښتې ده چې د ده شعري تکلونو او هستونوته ځانګړی روح وربښي .
دده شعرد مضمون له اړخه ډیر پراخ دﺉ . دده په شعر کې تاریخ ،فلسفه،طبیعت،مبارزه ،ښکلا،مینه ،دودونه
افسانې ،نګېرنې اوډیر نور څیزونه خپله هنداره پرانیزي.
زما له نظره شعرد ژوند عکاسي ده ،دژوند انځور دی، دژوند بیا هستونه ده خو په شعر کې دغه ټول څیزونه په هنري ډول ترسره کیږي .په شعرکې واقعیتونه د روح پر پردې کېني ، ذ هني حالت غوره کوي ،ِداخلاقي نورمونوله چاڼ نه وځي ،غبرګون را پاروي، دعاطفي نړۍ وږمې پرې کیني اوکله هم د نفرت پر لمبوسوځي
وزن پیدا کوي ، ژبنیزه بڼه نیسي اود موسیقۍ پر وږمو انسا ن ته رسیږي . د جهاني په شعر کې دا خوځښتونه له ورایه څر ګند دي .

په ژوند مې نصیب نه شوې جنا زې ته دې درځم
د یار دوصل خیا له هد یرې ته دې در ځم
یوه تشه وعده یې دځوانۍ په بیه غواړم
سوالګر نه یم ا سمانه چې کا سې ته دې درځم
یوه لحظه دې مخ له رقیبا نو پټومه
لمبې خا موشه نه سي تما شې ته دې درځم

د جهاني شعر یو مبارزاوبغاوتګرشعردی .دی د بدلون غوښتونکی دی،دی غواړي چې ژوند ته نوې دریڅې
پرانیزي . د همدې لپاره یی نقد ته کیني . دی هغه درواغجنه او مکاره فضا چې ژوند یی په اسارت کې نیولی غندي ،دی کله چې ویني هېواداوورسره یوځای خلک یی د خپلواوپردیو د دامونو ،تزویرونو،غولونو، نګېرنو فرهنګي انجماد او اطلاعاتي ترور قرباني دي د هغوی پر ضد په مېړانه مبارزې او سرجنګۍ ته راولاړیږي :

خا لق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پیدا کړې
تندیه ما توم دې لګومه خو دې نه
یاغي یم د فریاد د پاره نه یمه راغلۍ
اسمانه کڼوم دې ژړومه خو دې نه

دی په شعر کې یو یا غي او بې پروا کرکتر دی . خو د ی خپله ارما ني نړۍ دشګو پر تهداب نه جوړوي .
دی هڅّ کوي چې خپلو فکرونو ته تاریخي اودودیز بنسټ ورکړي . دی دخپلې سپېڅلې او بې اما نه مبارزې اتلان له تاریخي روایتونواو هغو داستا نونواو افسا نو څخه را اخلی چې د پیړیو پیړیو په لړکې د ده د تاریخي ټا توبي د زړورو ا وغیرتي خلکو د اخلا قي نورمونواونرخونو ،روحي غوښتنواوولسي دود ونو ښکاره انځورونه اوسمبو لونه دي . په دې ډ ول دی غواړي درا تلونکي په لور دا سې دریڅې پرانیزي چې ولس یې بې ابهامه ترې دلید لو او کتلو اراده وکړي .
دی دیرغلګرواو ستمګرو پر ضد خلک پا څون ته رابولي ، دهغوی دتورې او مېړانې ستا ینه کوي خو کله چې ویني هېواد یې د ځان ځا نۍ او کورنۍ جګړې په ډ ګر اووښتی د ډزو دبند ېد وغږ کوي او خلک سولې
او ورور ولۍ ته را بو لي .
دجهاني په شعر کې مو سیقي ځا نګړی ځای لري .دا مو سیقي دده په په شاعرانه دود یزو هستونو کې که غزل دی که قصیده او یا چاربیته دومره ژوره او پخه ده چې دهراوریدونکي او لوستونکي پام ځان ته را اړوي . کله چې دده شعر ته غوږ یې خیال درځي چی کومې سندرې ته غوږ یې . دا سندره دې له ځا نه سره بیا یی او د خیال په ټال کې دې زنګوي .
سندریزه فضا د جهاني دشعر فني اړخ نه دی بلکه زما له نظره دی په خپل طبیعت کې سند رغاړۍ دی خو د ده لوی کمال دادی چې دی د سندرې د طبیعت سپېڅلتیا داسې سا تي چې ته فکر کوې چې کومې غرنۍ وږمې ته ناست یې .

شېخه مه راځه محشرد ی مځکه سوځي اسمان سوځي
خم له اوره سره چوي پیاله سوځي پیمان سوځي
د سکروټو محجرونه د سینو ګرداب ته لویږي
په دوزخ کې پا یکو بي ده څپه سوځي تو پان سوځي

د جهاني دهڅو بل ډ ګر منظوم دا ستا نونه دي چې هم دزاړه او هم د واړه پام ځان ته را اړوي . کله چی زه دده د منظومو داستانونو تماشا ته کېنم وینم چې دی هڅه کوي دیوې انځوریزې او سند ریزې فضا په را منځته کولوسره د ډیرو ژورو اجتماعي ،تاریخي او کله نا کله فلسفي ارزښتونو څېړنه او ارزونه وکړي او خپله نړۍ له لوستونکي سره ګډه کړي . فکر کوم چې بې ځا یه به نه وي چې که دده منظومو دا ستا نی ا ثارو ته دفلم جوړونکو پام را وګرځوو .
جها ني د خپل ژوند اوږده کلونه د نورو ژبو په تېره له دري اردو او انګلیسي نه پښتو ته دشعرونو ژباړې ته وقف کړي دي . دده ددغې هڅې ا رزښت زه په دوو څیزونو کې وینم : یو دی په دې کار سره دنورو قومونوادبي او هنري ارزښتونو ته د اشنایۍ بې تعصبه لار پرانیزي او له بله پلوه دیوې واحدې رواني فضا په را منځته کولو سره غواړي دخپل زورېدلي ولس د یووالي اراده ډاګیزه کړي .
دی په خپلو ژباړو کې دمضمون اما نت په بشپړ ډول ساتي او سند ریزه فضا ترې نه نه ورا نیږي

لا تر څو به هره ورځ یوبند د عقل ذولا نه کې
څه سل کا له څه یوه ورځ یو ژوندي په زما نه کې
تر هغه دمخه راوړه په کا سو کې شرابونه
چې کوزه شي رانه جوړه دکلال په کار خا نه کې

او ژورو برابر شوی ، ډ یرې تجربی یې کړي او طبیعي ده چې د هر بل شاعر په ډول کارونه به یې بې له ستو نځې او نیمګړ تیا هم نه وي . کا مل ا نسان وجود نه لري یواځې خدای دی چې کامل دی . داوس لپاره همدومره ده ته دنوو بر یا وو هیله کوم .







 

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول