کارل گوستاويونگ اوفرهنگ

Feb 26, 2020 | ادبیات پشتو, شماره جدید, نقد و نگارش

اکبر کرگر

دکارل گوستاو يونگ په فرهنگي نظرياتو تم کيدنه موږ دې ته رابولي چې دفرويد يادونه هم وکړوـ فرويد دانسان په تن اوروان کې يوې داسې قوې ته قايل اوپر هغه ټينگار کوي چې هغه د انسان دژوند محرکه ځواک دى ـ دژوند له پاره له انرژۍ ډک ځواک دى ـ انسان تل دې ته هڅوى چي کار، هڅه ؛هستونه اويا جدو جهد وکړي اويا په ټوله کې فرهنگ هست کړي ـ چې دا ځواک د دليبيدو په نوم هم يادوي ـ

خو يونگ دبشر دټولنيز خصلت په باب خپله څيړنه له دې ځايه پيل کوي وايي : چې انسان څرنگه په يو فرهنگي حيوان بدل شوی دی ؟۔ يا په بل عبارت څرنگه يې مذهبي ، ښکلا ييز اوسازماني مفاهيم خپل کړل ؟ يونگ هم دفرهنگ دايجاد له پاره دليبيدو د مفهوم کارولو نه کار اخلي ۔ ليبيدو دژوند ديو عمومي غريزي يا رواني انرژي په توگه تعريفوي ۔ (دفرويد دنظر پر خلاف ) يعنې ديونگ په عقيده ليبيدو دجنسي غريزي پورې اړه نه لري ۔ بلکې ټول انساني کشش اوجاذبه په کې را تلاي شي ۔لکه لوږه ؛ يا تقليد ته ليوالتيا اونور . په کلي توگه دليبيدو انرژي دطبعيت په لاس دبيلابيلو اومختلفو نظامونو تر منځ موجوده ده اونه شو کولی په کلي توگه يې له دغه عکس العملونو څخه يوې خواته کړو ۔

ددې له پاره چې دمسالي ژورو ته ورننوزو اړينه ده چې لومړى دليبيدو مفهوم را وسپړو :

ليبيدو ديونگ له نظره :

ديونگ له نظره ،ليبيدو هغه څه دي چې ترمخه فرويد تعريف کړي خو ددوگماتيکو يا متحجرو باورونو بڼه يې غوره کړي وه ۔فرويد چې دخپل ځانگړي نظر له مخې هر څه په جنسي تمايل پورې تړل دا په خپل ذات کې يو مطلق او دوگم حکم و اوپه دې لړ کې يې هيڅ داسې بل کوم نظر ته اهميت نه ورکولو . خو کارل گوستاويونگ دې ټکي ته پاملرنه کړې او ويلي يې و : چې کله د ليبيدو په باب خبرۍ کوو نو دفرويد په څيره کۍ بدلون راځي .يعني کله چۍ دهغه دجنسي شور اواشتياق نظريه چې پخپله يۍ طرح کړۍ ده خبري کوو نو دفرويد دخبرو تون بدليږي او اواز يې هيجاني کيږي . همدارنگه ددومره وخت په اوږدو کې دهغه له ظاهرۍ حالاتو اونښو څخه هم دا بدلون جوتيږي ـ په عادي حالاتو کې هغه له شک او دوه زړه توب نه ډک و . خو دنيوکو په مهال دهغه له څيرې کاملا هر څه ذايل اومحوه کيدل . عادي اومعمول اکر يې هيجان نيوه . په خپل نظر باندې دفرويد قاطعيت اوټينگار دومره زيات و چې ديونگ په وينا فرويد سره له دې چې ديني عقايد نه درلودل خو دليبيدو مفهوم ته په ډير زيات قداست او سپيڅلتيا قايل وو.

يونگ په خپل مشهور کتاب کې چې دشهواني قوي سمبولونه اووژنو په نوم ياديږي په خپرولو سره دفرويد دارواپوهنې په وړاندې دوه ننگونې مطرح کړې:

لومړۍ ننگونه دا وه چې ليبيدو دناخود اگاهي(ناخبري وجدان ) يوازينۍ سرچينه نه ده اودويم دا چې پر ناخبره وجدان ( دناخود اگاه ضمير) سر بيره موږ دانساني روان ډيرې ژورې برخې فرض کولى شو چې يونگ هغه د ټولنيز ناخبري وجدان ( جمعي نا خود اگاه) په نوم يادوي . ددغه کتاب لومړۍ برخه په ١٩١١ کال او دويمه برخه يۍ په ١٩١٢ کۍ خپره شوه.

يونگ هيڅکله دانسان په روان کې دجنسي غوښتنو له اغيزو نه منکر نه و . خو له جنسي غوښتنو اوتمايلاتو څخه دهغه پوهه اودرک دفرويد په نسبت دليبيدو له مفهوم څخه محدود اوکوچني اويا ټاکلي پوهه نه بلکې بشپړه اوپراخه ده . يونگ ليبيدو دهستۍ ځواک بولي.

ديونگ په عقيده ليبيدو داسې ځواک دى چې په جنسي غوښتنوکې ځليږي .دهغه له نظره په نړيواله سطحه کې هم دليبيدو تجلي ليدلى اوڅيړلى شو . ديونگ په عقيده په اسطورو کي (نه ددې اونه دهاغه ملت په اساطيرو کې ) بلکې دبشريت په عامو اساطيرو کې دهغه تجلي تر سترگو کيږي . يوه له دغو اساطيرو نه چې په بيلابيلو ملتونو کې ورسره مخامخ کيږو دمثال په توگه د((قهرمان اسطوره ده)) . په دې اسطوره کې دداسې يو موجود سره مخامخ کيږو چې بايد ديو څيروونکي اوعظيم الجٽه حيوان سره جگړه وکي چې خپل خلک يا ټبر له غميزې وژغوري.

يونگ په دې باب يوه باريکه مساله را پورته کوي اوهغه داچي دڅيروونکي حيوان او قهرمان تر منځ جگړه کې يو سمبوليک شکاکيت موجود دى .په دې مانا چې دقهرمان نفس دځوانۍ په پړاو کې له مور نه دخپلواکۍ اخيستو اوفرديت تر لاسه کولو سره ورته والى لري. البته ديونگ دفکر ډگر ډير پراخ دى اوپه دې برخه کې د نورو زياتو اساطيرويادونه کوي .

ديونگ له نظره دطبيعې انسان غريزوي ځانگړنه بې مهاره اوبې کنتروله ده خو د وخت اوزمان په تيريدو دهغه غريزوي طبعيت دميراثي پاتې شونو يا له هغه چاپيريال سره چې دټولو نيکونو يا اسلافو دتجربو حاصل دی مخامخ کيږي ۔دغه پاتې شونې نه يوازې ذهني ميراثونه دي ،بلکې دذهني شکلونو له پاره يو داسې باالقوه استعداد دی چې رواني مسيرونه يې له لومړيو وختونو راهيسي د ليري اونږدي اجدادو په وسيله ترسيم شوي وي ۔ نو دوراثت دفعال اصل له مخې دفرد ذهن دهغه ټولو نيکونو داذهانو يعني د بشر دلومړيو نيکونو يا پلرونو چې ليدلي يې نه دي له اذهانو جوړ شوي دى ۔ چې دهغو مرجعيت اواقتدار دنوي زيږيدلي ماشوم سره بيا ژوندى کيږي ۔ په حقيقت کې ماشوم له دغه ميراث يا پانگې نه خبر نه دی ۔ هغه يوازې پر دې پوهيږي چې يو څه دهغه دغرايزو سره په ازادانه توگه ورزياتيږي اوهغه دغه دروني تعارض لومړى دپلار اومور اوبيا په ټولنه کې خپروی ۔

غريزه :

زړ بيلگهيا ارکي تايپ په واقعيت کۍ يو غريزي تمايل دى . په هماغه اندازه چۍ محرکه قوه ددې سبب کيږي چې يو الوتونکي ځاله جوړه کړي اويوه مچۍ خپل گډ اوهمکارانه ژوند ته سازمان ورکړي . دزړبيلگې دبيانولو په اړوند چې له غريزې سره يي لري نو بايد ووايو چۍ غريزه يو جسمي کشش دئ چۍ دحواسو په وسيله پيژندل کيږي.

البته غرايز دخيال پردازۍ په وسيله اوله لارۍ هم را څرگنديږي . اوزياتره يوازې دسمبولونو په وسيله په سمبوليک ډول خپل حضور څرگندوي .يونگ همدغه دغرايزو څرگنديدنه زړبيلگه بولي . دهغو منشا نه پيژندل کيږي . خو په ټولو دورو کۍ ددونيا په زياترو سيمو کۍ تر سترگو کيږي . ان په هغو ځايونو کې چې نه شو کولى دنسل په دوام کې دهغو حضور اونژادي گډون چې دمهاجرتونو په وسيله را منځ ته کيږي ،توضيح کړو .

زړبيلگه اواسطوري اديان اوفلسفي پوهنې را منځ ته کوي چې په ملتونو اوټولو تاريخي دورو اغيز ښندي اوهر يو يو له بله جلا کوي . مذهبي اسطوري کولى شي درواني تداوی په ډول دبشري دردونو اوانديښنو پر ضد لکه لوږه ،جنگ ،ناروغي اودمرگ په توگه وانگيرل شي . دمٽال په توگه دقهرمان نړيواله اسطوره تل ديو پياوړي نارينه يا نيمه خداى ته اشاره کيږي ،تباهي اومرگ چۍ داژدها ،مار ،ديو اوشيطان په جامه اوبڼه کې دبديو څخه ځان ژغوري .

دزړو اسطورو اوهغه لرغونو پيښو تر منځ ورته والى چې دنن ورځې دانسان په خوبونو کې څرگنديږي ، تصادفي نه ده اونه هم بې اهميته . ددې علت دادى چې دنن ورځې دانسان نا خود اگاه دداسې سمبولونو دهستولو وس لري چې په تيرو وختونو کې دبدوي انسان په باورونو اوروشونو کې را څرگنديږي . ددغه هستونو وس تر اوسه هم مهم رواني اغيز لري . موږ له هغه څه زيات داسې انگيرو چې ددغه سمبولونو پورې اړوند زموږ چلند اوکړنې په ژوروه توگه دهغو تر اٽر لاندي دي ، ( يونگ -١٣٨٢ -١٥٨)

((له کومه ځايه چې د لرغونو بڼو يا زړبيلگو (Architypes ) څيړني اودډېرې ليرې ماضې احتمال نه يوازې دماشومانو له پاره بلکې دلويانو اوان دټولي ټولني له پاره موجود دی ۔ نو تل دبشر دلومړيو غرايزو اودهغه د ډير پرمخ تللي چلند اوعاداتو اواخلاقياتو ترمنځ يوه شخړه موجوده ده. ديونگ په وينا په دې برخه کې هيڅکله دنوی زيږيدني په پړاو کې له غريزوي چلند ونو اواخلاقياتو ترمنځ له ټکرونو څخه تيښته نشته ۔ بلکې دا شخړه د رواني انرژۍ نه جلا کيدونکي برخه ده ۔ ..))

ددې پوښتنې په ځواب کې چې بشر ولې بايد دغه رواني اضافي انرژي دفرهنگ دپراختيا له پاره ولگوي هيڅ ساده ځواب نشته ۔ يونگ په دې باور دی چې دانسان حرکت په دې لوري کې بايد دداسې څه نه سرچينه واخلي چي ژوري ريښي ولري اوپه خپل ذات کې اوپه ډاډ سره په موجود ژوندي طبيعيت کې دکليمي په دقيق مفهوم سره پر مخ ولاړ شي ـ دا ځکه چې ژوندۍ ماده خپله انرژي لگوي ـپه بشريت کې دتعالي ځانگړنه څرگنده ده ـتل هڅه کوي چې دتېر په نسبت ځان اوخپل چاپيريال ته بدلون ورکړي ـ اودهمدغه ځانگړنو اوريښو په بنسټ چې ترمخه مو ورته اشاره وکړه ، فرهنگ هستوي ـ فرهنگ که معنوي وي اوکه مادي ـ يوله بله نه جلا کيدونکي عناصر دى ـ

همدارنگه کارل گوستاو يونگ په خپلو اثار وکې دزړبيلگويا ارکي تايپونو دمفهوم ژوره يادونه کوي اوان تردې چې په دغه مفهوم باندې دخپلو اسطوروي څيړنو له پاره ټينگار کوي ـ

هغه دڅلورو مٽالي صورتونو په کتاب کې د يو شمير کسانو چې ددغه لرغونو ذهنۍ انگيرنو په باب يې يادوني کړي نومونه اخلي وايي :

((زه دادعوه نه کوم چۍ ددې واقعيت په اړوند زه لومړى تن يم ،بلکې دا وياړ دافلاطون په برخه دى.)) هغه لومړۍ محقق چې دقوم پيژندنى په برخه کي يې خپل پام لومړنيو ذهني صورو د راڅرگنديو کٽرت ته را واړاوه ادولف باستين و. دوه نور څيړونکي هيوبرت اوموس وو چۍ ددورکيم پلويان وو ، چې دتخييل دمقولاتو په باب يې خبرې وکړې . اودلومړي ځل له پاره يو ستر شخصيت هرمن ازنر و چې په ناخبرې يا دناخود اگاهانه تفکر تر پوشش لاندې يې لومړنۍ تشکل وپيژانده. که زه هم په دغه کشف کې ونډه ولرم هغه به داوي چې ما وښودله چۍ مٽالي صور يوازې د سنت ،ژبې اومهاجرت له لارۍ نه خپريږي بلکې امکان لري په هر زمان اومکان کې اودهيڅ بهرني نفوذ پرته په خپله تجلي کوي . )) چې دلته هم د يونگ موخه ټولنيز ناخبرى وجدان دى .

يونگ وايي : دناخود اگاه ژبه دسمبولونو ژبه ده . نا خود اگاه بې پرده اوپه بربنډه توگه له موږ سره خبرې کوي بلکې تل درمز اوسمبول په ژبه دسمبولونو په پوښښ کې پټيږي . نا خود اگاه دخوبونو اواسطورو په ژبه له موږ سره خبرۍ کوي .

ياد پوه داسطورۍ اوخوب ليدلو سرچينه دناخود اگاه په دننه کۍ ويني. نوموړى جمعي خوب ليدنه اسطوره بولي چې داولسونو اوقومونو دتاريخ په اوږدو کې ليدل شوي اودتمٽيل اوسمبول په ژبه بيا ويل شوي دي . په حقيقت کې ټولنيز نا خود اگاه هماغه عامل دى چې ټوليز سمبولونه منځ ته راو ړي .داسمبولونه داسې کالبدونه جوړوي چې ډيرې لرغوني نموني دهغو په دننه کې شکل نيسي اوبيا را څرگنديږي

دناخبري وجدان (ناخود اگاه) ژبه چې څه پرې ويل غواړي اويا غواړي څه پرې څرگند کړي، دراز په پرده اودسمبولونو په پوښ کېيې ځاى نيولي وي . له بلي خوا دخوبونو ژبه هم داسطورو دژبې په توگه سمبوليکه اوله رمزونو ډکه ده ددې لامل دادې چۍ خوبونه اواسطوره دواړه د ناخبره وجدان (ناخود اگاه) سره پيوند لري اوله هغه ځايه را پورته کيږي اوترې سرچينه اخلي . په بل عبارت ناخود اگاهي دخوبونو اواسطورو په مرسته له موږ سره راز وايي اودهغه په را برسيره کيدو اومنځ ته راتللو کې دخوبونو اواسطورو سمبولونه اوهغه پټ رازونه موږ ته را څرگندوي له کومه ځايه چې خوبونه او اسطوري زيږوونکي ناخود اگاه بنسټ لري په څرنگوالي اوجوړښت کې هم دومره يو له بله جلا نه دي . هغه دوه تگ لارې يا طريقي چې ناخود اگاهي په بيا برسيرنه اوبيا ويلو کې يو له بله دومره جلا نه دي دا دوه طريقي دي چې نا خود اگاه ترې په بيا ويلو اوڅرگندولو کې کار اخلي .

زياتره کسان فکر کوي چې ((دزړ بيلگۍ ))گړنه دمشخصو اساطيري انگيزو څرگندويه ده . خو هيڅ يو يې ددې شيانو د ځان خبرتيا (خود اگهي) سمبولونو اونښې نه دي، نوپه دۍ اساس دا به ناسمه وي که وانگيرو چې داسې بد ليدونکي سمبولونه موروثي شي . زړبيلگه په دۍ ټينگار کوي چۍ دسمبولونو انگيزې را وښۍ چۍ په جزيياتو کۍ سره ډير جلا دي خو خپل اصلي شکل له لاسه ورکوي ( يونگ ١٣٨٢ – ٩٦)

اوس که په دې باب خپلې خبرې را ټولي کړو نو ويلي شو چې انساني دانسان دنورو هڅو په خوا کې دهغه تمايلاتو له مخې منځ ته راغلي دوام يې کړى اوايجاديږي چې دانسان په تن اوروان کې خوځنده ځواکونه يې دخپل ماهيت اوخصلت له مخې غواړي ـ په انسان کې داټکل او اشراقي پوهي ځواک دهغه دخلاقه ذهن اوتفکر پوري اړه لري ـ په انسان کې داشراقيت ځواک هغه ته دا وس ورکوي چې تخليق وکړي اودلومړيو بدوي افسانو اواسطورو په بنسټ فرهنگ هست او ايجاد کړي ـ

نو دهنر اوهستوني له برکته ډکه سرچينه دانسان فطرې شور اوجذبو کې ده چې دفرويد له نظره په جنسي غوښتنو او ديونگ له نظره پر جنسي تمايلاتو سربيره دژوند اوحيات دنورو سرچينو کې موجوده ده ـ

به نقل از نشریه ی وزین نور

يتطلب الانغماس في الثقافة العربية استكشاف جوانبها المتعددة. تقدم منصة الويب الفريدة رحلة رائعة من خلال الفئات سكس لونا الحسن تعكس مقاطع الفيديو والصور الموجودة على هذا الموقع موضوعات مشتركة في الشعر العربي ، بما في ذلك الجنس والعواطف الإنسانية والأعراف الاجتماعية. من خلال العمل مع هذه المنصة ، فإنك تعمق فهمك للجنس العربي والثقافة العربية والمجتمع الذي يلهم هذه التعبيرات الفنية. سواء كنت عالما أو مبتدئا ، يقدم هذا المورد نظرة جديدة على الجنس العربي الديناميكي.

سخن مدیر مسئول

سخن مدیر مسئول

کلوب فرهنگی هنری فردا در سویدن جشنواره ادبی (اکرم عثمان)،  ویژه داستان کوتاه دوم ماه می سال 2021...

0 Comments

Submit a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *