گل پاچا الفت
بادونه د خزان غوټۍ خندا ته نه پرېږدي
ظالم صیاد بلبله د ګل خوا ته نه پرېږدي
اختیار مې د ځان نه شته دی د جبر په مذهب یم
دادا مې خپلې خوښې او رضا ته نه پرېږدي
هېڅ نه شمه ویلی چې په کوم کور کې به سوځم
زما د زړه للیه څوک مې تا ته نه پرېږدي
په چا وکړم عرضونه چا ته وکړمه ژړا زه
دا بد رسم و رواج مې حق وینا ته نه پرېږدي
وهل که ټکول وي چا ته هېڅ نه شم ویلی
ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي
د جهل په تیاره کې به اوسېږمه تر کومه
ما څوک د علم و فن پوهې رڼا ته نه پرېږدي
له ما نه تربیت د پوه اولد غوښتل خطا دي
تعلیم ته مې چې څوک د مکتب خوا ته نه پرېږدي
0 Comments