صفیه صدیقي
او زه؟
زه د،نګ شوي کور زړه تاخچه کې
په څو زړو ټوټو کې
زړو زړو پردو کې
تاو راتاو یمه
لرې او پټه د هرچا له سترګو
زه له مودو نه غلې
لکه کتاب چې چا لوستلی نه وي
څوک یې لوستلی نه شي
یو لروی پیدا شي
د دې کتاب د اخیستو تکل یې و لمسوي
صرف تصویرونه او کږې کرښې یې و ګوري او
زړه یې تنګ شي
بیا په درنښت یې کېږدي، زړه کې وایي:
عجب کتاب دی خو لوستل یې ګران دي
دا فلسفه نه ده، نجوم نه دی او طب هم نه دی
که ځانه پوښتي چې دا څه به وي. کتاب دی که نه؟
او بیا یو بل ستړی ستومان شي راستون
د دې کتاب د درلودو مینه یې وهڅوي
او په افسوس ورته له ورا وګوري، زړه کې وایي
ښه دی، ډېر ښه دی خو لوستل یې ګران دي
پرې پوهېدل هم ګران دي
0 Comments