…دکارگرانو نړیوالی ورځي

Apr 15, 2019 | بخش اجتماعی, بخش تاریخی, بخش سیاسی

حبيب الله غمخور


دکارگرانو نړیوالی ورځي تاريخ ته ځغلنده کتنه

نخست از همه جشن روزهمبستگی بين المللي کارگران وهمه زحمتکشان را به شما کارگران باشهامت وغيور جهان و کشور عزيزاز صميم قلب تبريک ميگويم .

دهيوادپياوړو،قهرمانو اوغېرتي کارگرانو!

ترهره څه وړاندي د گران افغانستان او نړۍ ټولو کاراگرانو اوزحمتکښانوته دکارگرانو دنړيوال پيوستون  دتاريخی او نه هیرېدونکي ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی اونيکي هیلي وړاندې کوم.

دفرانسې د باغيرته اوپتمنوکارگرانودسرښندنې له امله په 1870 ميلادي کال دفرانسي په پلازمینه پاريس کي کارگرانو ديولاريون  له امله ځانته دا حق ورکړ، چې دټولنيز عدالت دپلي کیدو په موخه پدي هيوادکي دولتي واک ترلاسه کړي.

هغوي دخپلو سياسي هڅوپه پايله کي دزبرځواکو اوڅیښوونکونه دخپل ولس دنجات په خاطر د پاريس دکمون دبنسټ کښیښود .

دفرانسې دکارگرانوددې ملي هڅی په مقابلی کښي دفرانسي پانگوالو خپل مينځی اختلافات شاته پرېښودل او دکارگرانو ددي ملی پاڅو پر خلاف یې چټک غبرگون پيل کړ. هغوي په بې رحمانه ډول دکارگرانو پرسنگرونو باندي بريد وکړاودپاريس د کمون پلويانو مشران یې په توپ کي والوزول. يوشمیر ئي زندانيان اوزيات شمیر یې دپاريس پر سړکونو کي تيرباران کړل، ترڅوددې لاري دا سرمايداران وکولاي سي خپل شرمونکی ژوند ته دوام ورکړي .

ولې دپاريس کمون پلويانو دسرمايدارانو ددي وحشيانه برېدونو په مقابل کښي جانانه دفاع وکړه، قربانی يې ورکړې خو تسليم نسول.دپاريس کمون پلويانو دسرمايدارانو پر وړاندي پدې قهرمانانه دفاع کي ډير شاه زلمی له لاسه ورکړه، خو متاسفانه چي دپاريس کمون دحاکميت عمر ډيراوږد نه وو .

دپاريس کمون دړنګیدونه راورسته دفرانسي،امريکا ،انگلستان اويوشمیر نوروهيوادونو کارگری ټولنواوسياسي سازمانو، سياسي هڅو، سرښندنې اوفداکاری ددې لام سول چي بلاخره په ۱۸۸۹ کال په پاريس کي د ټولو اروپايي هيوادود سوسياليست گوندونو په  نړيواله کنگره کي په يوه اواز  دمی دمياشتی لمړۍ دکارگرانو دنړيوالی ورځې په نوم ونومول او له هغې ورځې نه دغه تاريخ دنړيوالو په مغزونو کي ثبت سو، پدې ورځ دنړی په ټولوهيوادونوکي ددې تاريخي  ورځي دکارگري نړيوال پيوستون په نوم يادونه اودرناوی کيږي.

دا ورځ  په سويډن او يو شمیر اروپايي هيوادو کي عمومی رخصتی ده. په سويډن کې د سويډن ټول سياسي گوندونه، مدنی  ټولنې او فرهنگی سازمانونه دا ورځ د لاريونونو په بڼه لمانځي. همدا ډول دا ورځ د نړی په نورو هيوادونو کي تراوسه د کاراگرانو د حق ترلاسه کولو په موخه په مختلفو بڼولمانځل کيږي .

متاسفانه د نړۍ په يو شمیر هيوادونوکي دهغوهيوادونو کارگران اويا د کارگرانو د انسانی او روا دحقوقو ملاتړ سازمانونه او گوندونه نسي کولاي پدې ورځ  دکارگرانودنړيوالی ورځي دياد اوخپلوهيوادونو د کارگرانو د حقوقونه د دفاع په خاطر کوم حرکت اوشعار ورکړي .

پدغوهيوادوکي دا ورځ دشپې ليک (شب نامې) په بڼه  لمانځل کيږي اودخپلو هيوادونو د چارواکونه دکاراگرانو دکاری او انسانی حقو قوغوښتنه کوي .

په يوشمير هيوادوکې دهمدې ورځي دتجليل په مراسمو کښي دغونډو په جوړولو ددې ورځی ياد اوخاطره تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لا تراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده ددې ورځي د ياد او درناوی په مناسبت دغونډي جوړولوباندي په عجيبو اوغريبو نومونو کدغن شوی اوهغه غونډي چي پدې مناسبت جوړېږي دپوليسو او وسله والوځواکونوتروحشيانه بريدلاندي راځي .

رښتيا خو داده چې ددې ورځي ياد پداسي شرايطو کې کيږي چې په زيات شمير هيوادوکي لا په لويه کچه کارگران د اقتصادي، سياسي، فرهنگی اواجتماعي ستونزو سره لاس په گريوان دي، په اسيا .افريقا، لاتينه امريکا او د اروپا په ځېنوسيموکښي اوس هم چي دادی يويشتمه پيړۍ پيل سوېده کارگر ته  لا د حيوان په سترگه کتل کيږي .

تراوسه لا زموږ په هيواد کي  کارکر ته د غلام په سترگه  کتل کيږي، ددې ناورين څخه د افغان ولس اوپه ځانگړې توگه زورېدلو کارگرانو د خلاصېدو په موخه پربې غرضه ديني عالمانو، پوهانو، سياسي گوندونو ويدو مشرانو او فعالينو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو، جرگو او همدا ډول دډله ايزو رسنيو ږغ کوو چې ددې ملي ناورين او انسانی ظلم په وړاندي جدي ودرېږي اوزموږ دهيواد دغريب او کارگر ولس څخه د دفاع په خاطر جدي مبارزه او تبليغاتي کمپاين پيل کړي .

حقيقت دادۍ چې نه يوازي افغان کارگران  بلکي په ټوله نړۍ خو په ځانگړې توگه له دموکراسۍ نه ليري اوبيگانه والوهيوادونوکښي دکارگرانوپه وړاندي لکه تر يونيم سل کاله  پخوا اوس هم درنې ستونزي پرتې دي .

په افغانستان اونړی کښې دکارگرانودنړيوال پيوستون ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنې  د کارگرانو سره د زور زياتي اوپه ځانگړې توگه د ماشومانونه د کار د وسيلې په توگه استفادې له امله ژوري اندېښنې څرگندوي .

همدا نن زموږ دهيواد کارگرانوته ددوي روا او انسانی حقوق ندي ورکړه سوی، داسي به دنړۍ په زيات شمير هيوادونوکي کارگرانو خپل خوږ ژوند له نعمتونه محروم  وي .

زما له نظره کوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دهيواد د لويو ښارو په مرکزونوکښي دکارگرانو اوعادي ولس په ژوند کښي راغلي، کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتوکښي له هغو نه دچارواکو د ناروا حاکميت دسپيناوی په گټه استفاده وسي، نور ئې د افغان ولس او د هغه جملې کسبکارانو دژوند کوم درد نه يوازي دا چي دواکړی ندۍ بلکه نورهم دا زورونکی ټولنيزي ناخوالي زموږ داغريب اوبېنواولس په خپلو وحشيانه منگلوکي راکښېکاږي .

زه  پدې باوريم چي په ټوله نړی کښي دکارگرانوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلند کيږي، دهغوي پر انساني او اقتصادی حقوقو تيري يوه معمولي خبره ده، په افغانستان کې دافغان کارگرانو اوکسبکارو دژوند زورونکی حالت  خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي.

که دغه حالت ته ژوره او جدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي. د دولتی چارواکو دا ډول بې غوری ددې لامل گرځېدلې چې زمود ولس زيات شمير ځوانان دکار پيداکولوپه موخه د نړۍ دزياتو هيواونوته فرار کړی اوهلته خپل استعداد او کاری قوه د ژوند د دوام په موخه پر پرديو پلوري.

زه يوځل بيا دافغان  کارگرانوته دنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مبارکی په څرگندولوسره په افغانستان، سيمه او نړی کي د کارگرانود روا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل  ملاتړ اعلانوو، پرهغوټولوچي انسانيت اوانساني ژوند ته ځان ژمن بولي ږغ کووچې په نړيواله کچه دکارگرانو په وړاندي د اقتصادي ظلم اوستم  دنا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .

۲۰۱۹ کال د اپريل ۱۴

سويډن / دمالمو ښار

يتطلب الانغماس في الثقافة العربية استكشاف جوانبها المتعددة. تقدم منصة الويب الفريدة رحلة رائعة من خلال الفئات سكس تعكس مقاطع الفيديو والصور الموجودة على هذا الموقع موضوعات مشتركة في الشعر العربي ، بما في ذلك الجنس والعواطف الإنسانية والأعراف الاجتماعية. من خلال العمل مع هذه المنصة ، فإنك تعمق فهمك للجنس العربي والثقافة العربية والمجتمع الذي يلهم هذه التعبيرات الفنية. سواء كنت عالما أو مبتدئا ، يقدم هذا المورد نظرة جديدة على الجنس العربي الديناميكي.

سخن مدیر مسئول

سخن مدیر مسئول

کلوب فرهنگی هنری فردا در سویدن جشنواره ادبی (اکرم عثمان)،  ویژه داستان کوتاه دوم ماه می سال 2021...

0 Comments