© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په سويډن کې دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکز

دمشرتابه جرگې په استازيتوب،  حبيب الله غمخور

 

سويډن  -  دمالموښار

د ۱۳۸۶کال دثور يولسمه

 

 

 

په سويډن کې د افغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز د مبارکۍ پيغام

 

د روان کال دمۍ دمياشتې په دوهمه ورځ دافغانستان وتلی اوپياوړی ليکوال ، تاريخ پوه ، ژورناليست او اديب  ښاغلی  ډاکتر اکرم عثمان دخپل عمراويايم پسرلی شروع کوي . موږ پداسي حال کښې چې محترم  ډاکټر صاحب ته د ژوند د نوي پسرلي  د پيل  له امله په افغاني اووطني مينه مبارکي وايوهغه  ته دلوی  خدای له دربار نه  اوږ د عمر او بسيا ژوندهيله کوو.

که څه هم  ډاکټر اکرم عثمان په سردارې کورنۍ کښې دنياته راغلی مگر هغه ديوه غښتلي اومنلي افغان په توگه خپل ژوند له هغه زلميتوب نه په خپلومټو سمبال کړی دی .

بلې !  ډاکټر صاحب په محمدزايي کورنۍ کښې چې دربارته ډېره نږدې وه دنياته راغلی ، مگر د ډاکټر صاحب په خوی اوخاصيت کښې درباري يوه بېلگه هم نده ليدل شوې اونه هغه پخپله يو درباري  ته ورته دی، هغه يو خاکساراودخپل ولس خدمتگار شخصيت دی، هغه دکابل په ښارکښې دغازي لېسه  خلاصه اودکابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومو فا کولتې نه ترفراغت وروسته په ايران کښې دتهران دپوهنتون څخه ددکتورا ډگري (ديپلوم ) په عالي درجه ترلاسه کړ .

ډاکتراکرم عثمان  له ماشومتوب څخه دراډيو او چاپي مطبوعاتو د لوستلوسره علاقه درلوده، ځکه يې  د همدې  علاقې اوشوق له مخې په راډيوکښې داستانونه په خپل ښکلي اواز دکلمه کول . که څه همدا داستانونه محترم  ډاکتر صاحب په دري ژبه ويل مگر ترهغو به  پښتوژبي راډيو ته انتظار ناست وه ترڅوددې خوږژبي ليکوال او دکلماتور په خواږه اوازکې يو داستان واوري . دافغانستان داسي ښار ، ولسوالي ،کلی اوبانډه نشته چې دډاکټر اکرم عثمان له نامه سره  هلته خلک  اشنا نه وي اوهغه ته دې احترام ونه لري .

په رښتياسره ډاکتراکرم عثمان  دټولوافغانانو لپاره يوله سترو پوهانواو وياړلوشخصيتونوله جملې څخه دی  چې اوس یې جوگه ډېره کمه ليدل کيږي ، اودازموږلپاره يوسترغنيمت  دی .

کله چې په ۲۰۰۱ کال دمالموپه ښارکې دمېشتوافغانانوپه زحمت   دهيوادديوه بل پياوړي شخصيت اوملي مبارز  گل پاچا الفت په ياد نړيوال کنفرانس جوړشو، محترم ډاکترصاحب ته هم ديوه  درانه اومشرمېلمه په توگه پدغه کنفرانس کې دگډون بلنه ورکړه شوې وه ، هغه وخت چې هغه ته دخپلې تاريخي اوعالمانه وينالپاره دستيج سرته بلنه ورکړه شوه دتالارفضاچې په سونو خلکوتشريف درلود پداسې حال کې دچکچکواواز بدله کړه چې ټول لوی او واړه ددې وياړلي اومنلي ليکوال ددرنښت اواحترام  په خاطر پر  پښو ولاړ وو .

له بدمرغه دهغه داستعداداوعلمي توان څخه په ځوانۍ کښې ډېرکمه استفاده وشوه ، موږتل په تېر پسې ارمان کوو، چې  دادی اوس لاسونه مږو، اووايوکاشکې د ډاکتراکرم عثمان دخدای ورکړي استعداد، پوهې ، هوښيارۍ  اوادبي نبوغ نه موپر خپل وخت اوخپل وطن کې پراخه استفاده کړې وای .

زموږپه جنگ ځپلي هيوادکې داسې ناخوالې راغلي چې دداسې شخصيت لکه ډاکټراکرم عثمان لپاره هم په خپله مورنۍ خواره اوپلارني ټاټوبي بېگانه شواوهغه مېنه چې هغه پکښې خاپوړې کړې وې په نغري بدله شوه، ډاکټروطن پر ېښودلو ته مجبور شو. اوس دلته په سويډن کې له هيوادنه لرې دغربت اوجلاوطنۍ شپې او ورځې تېروي .

که نصيب اوقسمت داپياوړی ليکوال ترسوېډنه راورساوه چې له وطنه يې واټن زرونوکيلومتروته رسېږي خو، له هغه يې له نېکه مرغه دخپل ولس څخه جلانکړای شو.  ډاکترصاحب هرچېرې چې اوسي دخپل ولس سره اوسي  يوه شېبه يې خپل هيواداودخلک ندي هېر . زموږددې خبرې پخلی دهغه ټولې ليکنې، ادبي ټوټې ، داستانونه اوتاريخي څېړنې کولای شي .  دهغه په ليکنو کې لکه دهغه اواز يوعاطفي صحر او جادو شته ،هغه نه يوازې داستانونه ليکي ، بلکې دبشري ټولنې دډېرواړخوپه څېړلواوراسپړلوکې ترنورونه دی پاته شوی . دهغه په ټولوليکنوکې افغان ولس ته درناوی اودهغوی له روا اوانساني حقوقوڅخه بې ډاره ، پرځای اوعالمانه دفاع څرگنديږي ، داهغه بېلگه ده چې  ډاکتراکرم عثمان له نور عادي ليکوالوداستان ليکونکوڅخه بېلوي .

که ډاکټراکرم عثمان ددري ژبې  لپاره ديوې داسې چينې حيثيت لري چې اوبه یې ترقيامته نه خلاصېږي خوهغه دهيواد دنيمه خوا علمي ماڼۍ يوله اساسي ستنوڅخه هم شمېرل کيږي . نن ټول افغانان دنړۍ په هرگوټ کې چې اوسي دهغه په نامه ، علمي اوادبي چوپړوياړي .

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکزپه نظر کې  درلوده  چې ددې سترعلمي شخصيت ددراناوي په خاطر دمالموپه ښارکې د ټولوافغانانو، پوهانو، فرهنگيانواوفرهنگپالو په گډون ديوې ښکلې ، درنې او نه هېږېدونکې غونډې جوگه شي .  ددې وياړلي عالم اوڅېړونکي دعلمي مقام اوپوهنيزچوپړ د درناوي په خاطر دنړۍ له گوټ گوټ څخه پوهانو، ليکوالواود هغه مينه والوته زحمت ورکړي . له بده مرغه دهغه روغتيايي حالت موږ ته دا  اجازه رانکړه چې خپل دغه وطني ارمان  ته ورسېږواو دخپل هيواد ددغه پياوړي علمي اوادبي شخصيت درناوی لکه چې اړينه ده وکړای شو.

له مجبوريت اوناچارۍ نه  پدغه پيغام زړه صبروو.  سره لدې چې په پيغام کې  دښاغلي ډاکټراکرم عثمان د علمي، ادبي اوڅېړنيز چوپړ په هکله يادونه ناشونی کاردی، يوازې دومره ويلای  شوچې  ډاکتراکرم عثمان په خپل علمي زيار او هاند وتوانېد چې دري ژبه له ادبي اوتاريخي پلوه دومره غني اوغښتلې کړي چې ترډېره بريده  به ددې ژبې بهرني دښمنان پرهغې دترخپل تاثيراونفوذ راوستوپه موخه  د تکل جرئت ونکړي اونه به هم پرې بريالي شي .

دښاغلي ډاکټرصاحب هرعلمي اثر، ادبې ليکنه، طنز اوڅېړنيز اثارخپل ځای اومقام لري اوهر يويې پرخپل وخت د اولس دهغو سوالواوغوښتنوانعکاس  دی چې لاتراوسه بې ځوابه پاته دي . ډاکټراکرم عثمان نوم زموږ دهيواد له معاصر تاريخي څېړنيز او ادبي  بهير يو نه بېلېدونکی جز دی .

دافغان ولس لپاره منلی  ډاکټرصاحب!

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکزمشر تابه جرگه اوټول غړي ددغه پيغام په وسيله چې دکاغذ پر مخ کښل شوی ولې زموږ دافغاني اووطني مينې ، احساس او درناوي  در رسوونکی دی  تاسو، ستاسودرنې کورنۍاوستاسو لراو برمينه والو ته ستاسود نېکمرغه ژوندداويايم پسرلي دپيل اوپه علمي ډگرکې دنه هېرېدونکي زياراوبرياو په مناسبت دزړه له کومي مبارکيوپه وړاندې کولوسره دلوی څښتن تعلاله دربارنه  تاسو ته روغتيا، اوږد خوښ ، ارام اوبسيا ژونداوپه علمي ډگرکې دلازياتو برياليتوبونو هليه کوو.

 

 

 

 «»«»«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 

 


 

صفحهء مطالب ويژهء بزرگداشت