© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د سلام فرهنگی تولنی

 

 

 

 

 

 

 

د سلام فرهنګي ټولني د مبارکئ پېغام

 

 

 

سلام فرهنګي ټولنه او ټول اړوندان يې د هېواد د نامتو مورخ ، اديب اوسياست پوه ښاغلي کانديد اکادميسن داکتر اکرم عثمان د ګټور ژوندانه داويايم پسرلي د رارسېدلوپه اړه ټولو هېوادوالو ، اود پوهي-ادب مينه والو ته د زړه له کومي مبارکۍ وايې .

داکتر اکرم عثمان زموږ د هېواد د څو ګتو په شمير څيړونکو ، ليکونکو او ادب پوهانو څخه دئ چي ، خپل عمر يې د پوهي- ادب  دودولو ، پراخولو او پلي کولو ته ځانګړئ کړۍ دئ . د خپلو پوهنيزو څيړنو په ترځ کي يې د هېواد د پيچلي تاريخ پټي غوټي پرانستلي ، په بشپړ نوښت يې د ادبي نړۍ لوړي څوکي را لاندي کړي او د سياسي چاپير يال د ناخوالو سره يې د خپل اولس تر څنګ ډغري وهلي دي .او يوه ستره ځانګړنه يې لا دا چي  زموږ د هېواد د ښه ځوانانو ( عيارانو ) رښتينئ لاروۍ او پيژندونکۍ دۍ .  

سلام فرهنګي ټولنه د ښاغلي داکتر اکرم عثمان اويا کلن ګټور ژوند زموږ د هېواد هغه ستره ملي او معنوي زيرمه ګڼي چي د راتلونکو افغان زلميو لپاره د هېواد پالني ،  پوهي پالني ، ادب پالني  او انسان پالني سپيڅلئ لارښود او د تاريکو لارولپاره ،  روښانه ستورئ دئ . په دې هيله چي د افغان اولس او نوي نسل لپاره يې قلم لازياتي پنځوني وکړي ، موږ ورته د بشپړي روغتيا او د خوشاليو ډک ژوند دعا کوو ، او خپل د مبارکئ پيغام د ښاغلي ( بابوزي ) په يوه پښتو شعراو ورسره هغو څلوريځو پای ته رسو چي د ښاغلي داکتر اکرم عثمان د ژوند داويايم پسرلي په وياړ يې په دري ژبه ليکلي دي .

 

د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري

 

 

 

د بابوزي په قلم

د هېواد د نامتو ليکوال ، وتلي اديب او مورخ کانديد اکادميسن داکتراکرم عثمان د ژوندانه اويايم پسرلي ته!

 

 

اغيزمن اواز

 

هلته مي تنده په شعرو ماتېدل

چي توره شپه په زمزمو ماتېدل

 

د انتظار او تلوسې شېبې به

د شومه دم  په انګازو ماتېدل

 

څه خوندوري دي هغه خاطرې

هسک دېوالونه په شعرو ماتېدل

 

د حافظ بيت به راته فال ووايه

د سعدي نهي په توبو ماتېدل

 

د ګنجوي د شعر پټ را زونه

د بسم ا لله په اورېد و ماتېدل

 

د مولانا واړه جوړ شوي  توکي

د لوئ څښتن پرلوري تلو ماتېدل

 

ها د خواجهء انصار ټول رنځونه

ذات اقدس ته په سجدو ماتېدل

 

يوخواته شعر بل حکمت د اواز

لکه  چي  نقل  به  پر  زړوماتېدل

 

په اغيزمن ږغ د اکرم عثمان به

ډبرين زړونه په بېتو  ماتېدل

 

د بابوزی  روژه تر نيمو شپوه وه

چي  د عثمان په زمزمو ماتېدل

 

 

 

  چار بيتیها

 

چه زمزمه های دلنشين را از تو شنېدم

هم ز جهان  هم ز برين را ازتو شنېدم

نرفت ز حافظه ، ان  خيالات بهشتی

ان لسان الغيب شرين را از تو شنېدم

 

ز لوح  خيال بزدودی غمهای بېکران

عزيز شنوېنده ګفتی حرفهای  پنهان

يکی مژده رسېد که غم نخواهد ماند

ز ګنجوی فرمودی ان کلمه رحمان

 

ريا ضت را طريق وصلت  ګفتی ،اموختم

بنی ادم را اشرف خلقت ګفتی  ،اموختم

مرا حافظ وبېدل و ابوالخېر کاری نبود

انچه که ګفتی  انرا حجت ګفتی ، اموختم

 

نشنيدم شعر، بس ترا شنيده رفتم

شب تا زمزه ها لحظه به لحظه رفتم

از صوت دلنشين اکرم عثمان بود

هرچه را شنېده انرا ياد ګرفته رفتم

 

په درنښت او ادب

بابوزئ

  

 «»«»«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 

 


 

صفحهء مطالب ويژهء بزرگداشت