Download the Pashtoo font and place it in the Fonts map .You may need to restart your computer.
|
١٥-٠٤-٠١
چغې
توره شپه ده سوې چيغې دکلي سکوت مات کړ
چا وپوښتل څه دي؟ شپې په خونړي ستوني
په لږ ځنډ وويل: چې سوړ ولاړ دی ځنګل
او يوه څانګه
دځنګله له تيارې د رڼايي په لوري
چيغې وهي
آصف (بهاند)
٠١-٠١-١٠ د ژوندپانګه
زما دتول ژوند ټوله پانګه دوه سره لالونه وو بس دغه لالونه په قيمت کې برابر وو لکه زړه او وطن
تا رانه واخيست د زړه لال بس د خندا په يو نيمکه باندې او دښمن واخيسته وطن رانه بس خوشې تشې
او زه بې زړه ،بې وطن د دنيا پای ته رسيدلی يمه
داسې غريب يم ، چې نه زړه او نه وطن لرم لکه بڼکه سپک يم
که مې باد لږ شانتې ورپورې وهي نور تر اوبو لاندې يم
آصف (بهاند)
|