© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

عنایت الله  پویان

 

 

 

 

آسمان ته !

 

اې آسمانه!  پاکه لمره!

 د  ځلاندو  ستورو  کوره!

د  ښکلا  د  آیاتونو  پیغامبره !

سمندر ته  د لید و سترګې کږې که

سمندر کې  توره  شپه  ده

سمندر د تمساګانو- د وژلو افسانه ده

هلته هر څه ـ  د توفان څپو ځبلي

هلته هر څه ـ  په  په تیارو کې - چا منډلي

هلته ناست د غم کمین کې نهنګان دي

فرشتې ترې تښتیدلي ـ شیطانان دي

هلته مینه ـ محبت ـ او صفا نشته

هلته راز د محبت ـ او  ښکلا نشته

نو اې لمره! اې آسمانه !

د ښکلا او د ښایست د ناوې زومه!

په شغلو دې - دا تیاره سیمه رڼا کړه

ګوندې بیا - د  نري باد ـ خوږو  وږمو  کې

ستا د ستورو- په ښایست - او پلوشو کې

له کلونو او پیړیو نه وروسته

د نوحیانو- ډوبه شوې بیړۍ - ؤ ناڅي څپوکې

 او د نوح د زوی - له غړو او هډوکو

د شیطان د شیطنت ارواح شي بیله

 

**********

 

 

 زمونږ په وطن کې دلته

دلته  توره  ترږمۍ  ده

دلته  لمر  او  رڼا  نشته

دلته  مینه  وژل  شوې

دلته  زړو  کې  صفا  نشته

دلته  وینې  بهید لي

دلته  کور  په  کور  ژړا  ده

دلته  غم  د  پاسه  غم  دی

ما  خو  هغه  ځای  ته  بوزئ

چې رڼا  وي ، پلوشې  وي

او  د  لمر  شغلې  تودې  وي

نه  آسمان  د غم  آسمان  وي

نه  د  اوښکو  تور  باران  وي

نه  سلګۍ  وی ، نه  آهونه

نه  د  ماتو  زړو  دردونه

نه  تور رنګ - او  نه  سپین  رنګ وي

  نه  د  تورو  سپینو  جنګ  وي

نه  چنګیز - او  نه  خونریز  وي

نه  مغل - او  نه اورنګ  وي

نه  وهل -  نه   ټکول  وي

نه  د  ماتو  ټپو  زړونو

ماتول – نه  ځورول  وي

نه  زندان  تورې  تنبې  وي

نه  د  تورو شپو کیسې  وي

نه  سردار -  او  نه  بادار  وي

نه  د  تور  ملا  په  خوښه

د  منصور مړی  په  دار  وي

ما  خو هلته کې میشته  کړئ

چې  ودان  د  مینې  کور  وي

پخلاینه  وي -  پښتو  وي

درنا وي -  د  ولسو  وي

نه  آواز  وي  د  بمونو

نه  لمبې  د  راکټونو

لوږه نه وي ، جګړه نه وي

ښکلی نظم د قانون وي

شخړه نه وي – ژوبله نه وي

د  قامونو  پیوستون  وي

اې اسمانه!

په غوږو کې دې بختې دي

ولې چیغې زما ناورې؟

کوچنۍ لور مې په ژړا ده

ماشوم  زوی مې راته وايي

دا دا  دلته  کې اور بل دي

دا دا دلته طالبان دي

ځان وژونکي پنجابیان دي

دوی آغوستي واسکټونه

په لاسو کې یې بمونه

دادا ځیر شه دغه حال ته

آسمان ټول په وینو رنګ دی

بې پیلوټّه طیارې دي

دسیسې د (سی آي اي) دي

دادا دلته ژوندون ګران دی

مونږ یو بل وطن ته بوزه

چې اسلام او شریعت وي

چې د مینې طریقت وي

نه  ژړا، نه انګولا وي

نه د چا کډې په شاه وي

نه طالب وي ـ نه انګریز وي

نه قاتل او نه خونریز وی

دادا واوره زمونږ چیغې

دا مکان  مو نه  خوښیږي

مونږ یو بل مکان ته بوزه

******

   د غلو بازار 

دا بازار د غلو بازار دی              

په کې تله تیږه نشته

زرګران  یې  مسګران دي

خرڅوي په خوارو خلکو

د سرو زرو په بها کې

زنګ وهلي حمیلونه

بې بها پاولي د میسو

دلته  شین کفر روان دی

د خوسا بازار وګړي

خپل خوسا مالونه ستایي

خلک بولي خپلې خوا ته

په نارو کې داسې وایی

را نږدې شئ زما خواته

چې زما تیږه یو من  ده

د بل چا دوکان ته مه ځئ

د بل چا تیږه نیم من ده

د بازار په تماشا کې

د وګړو په غوغا کې

رانه ورک د من حساب دی

رانه هیر د پاو کتاب دی

خدایه! ته د عدل کور یې

ته  بینا او ته دانا یې

راته وایه پاکه ربه!

په کوم وخت ـ په کوم زمان کې

د انصاف په کومه تله

د  ریښتیا په کومه تیږه

د خوارانو بیوزلانو

کونډو، رڼډو یتیمانو

د ویشلو ترازو به پوره من شي

******

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول