© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 علي سيد سيدي

 

                                                        نامرد

هلک د کړکۍ تر څنګ په چوکۍ ناست و. په ګوتو کې يې کلي وه، د موټر ښکاریده، اړوله، را اړوله يي. ده مخامخ ناستې نجلۍ ته کتل. نجلۍ د تخت په څنډه ناسته وه، تر څنګ يې یوه ماشومه. نجلۍ مځکې ته کتل، په ګلداره ګیبې پرتوګ يې د ساده څاکداره کمیس، لڼده لمن پرته وه. وړې پوزې سره يي میخک ډول کاوه، په غوږو کې يې اوږدي غوږوالۍ ځړیدې. صاف کړي ویښتان يې په اوږو هوار پراته وو، پیکې يې کیڼ خوا اړولی. په غاړه کې يې نری ګلداره ټیکری پروت و. نجلۍ غټه غټه روغه وه. ښکلې ښکاریده. څه يې نه ویل، غلې ناسته وه. هلک سکوت مات کړ:
ـ زما نوم داود دی، اصلآ د کابل یو، په امستردام کې اوسیږو، همالته اقتصاد وایم. روستی کال مې دی.
نجلۍ سترګې پورته کړي هلک ته يې وکتل، دواړه سترګې په سترګو شول، نجلۍ بیرته سترګې کښته کړې. هلک همداسې ورکتل، زیاته يې کړه:
ـ مخته له دې چې کورنۍ دي لوظ ورکړي. غواړم یو څه درته ووایم، او یو څه درنه واورم.
نجلۍ چوپه خوله ناسته وه، تر څنګ ماشومه يې له نانځکې سره غږیده. غلي غلي يې څه ورته ویل، نانځکه چوپ وه. هلک وویل:
ـ زه کال وړاندې کوژده شوی وم، په مئنتوب.
دې سره هلک د سترګو لوری بدل کړ، تر څنګ کړکۍ ته یې وکتل. په ښيښه خال خال څاڅکې پراته وه. باران، ورو وریدو. نجلۍ سترګې پورته کړې. هلک بیا په خبرو راغی:
ـ خو زما کوژده ژر ماته شوه،
د نجلۍ شونډي وخوځيدې، وې پوښتل:
ـ ولې؟
هلک همداسې له کړکۍ بهر کتل، ويې ویل:
ـ نپوهیږم، هیڅ پوه نشوم چې څنګه او ولې، هرڅه ډېر ژر ژر وشول. خو یوه خبر معلومه وه، د کورنیو مو یوبل نه خوښېدل، فکري واټن ډېر وو.
هلک غلی شو نجلۍ همداسي ورته کتل،هلک مخ راواړاوو. زیاته يي کړه:
ـ دا زما تېر دی، راتلونکی خدای ته معلوم. کورنۍ مې غواړي واده وکړم، غوښتل مې ته پرې خبره اوسې. ته هم غواړې د خپل تیر په هکله څه راته ووایې؟
نجلۍ لنډ وویل:
ـ زه تېر نه لرم.
هلک يې سترګو ته ځير شو. نجلۍ تورې کړې، ګردې وړې سترګې وانړولې. هلک وویل:
ـ زه ستا له تېر سره کار نلرم، خو « هیڅ کشمش بې چوبکه نه وي ». زما لپار واده اوس د کورنۍ رضا ده، خو که ستا په ژوند کې څوک وي، هغه خپل ژوند کړه.
نجلۍ په ډاډه زړه وویل:
ـ د کورنۍ فیصله، زما ژوند دی.
د کوټې ور بیرته شو، په عمر پخه ښځه ښکاره شوه، خوشحاله ښکاریده. ماشومې له نانځکې سره، ښځې ته ورمنډه کړه. ښځې وویل،
ـ مینې ځويه! راځئ، ډوډۍ تیاره ده.
هلک نجلۍ ته وکتل، نجلۍ مسکه شوه، هلک خوشحال.

«««««««»»»»»»»

اوړی و، د ونۍ شپږمه ورځ، شنبه. ښې هوا او د رخصتي ورځ د ښار ګڼه ګوڼه زیاته کړې وه. د داود او ميني له کوژدې پینځه میاشتې تیرې وې. په چکر راوتلي ول. نیږدې راتلونکې کې يې واده وو، په دوکانو ګرځيدل، مینې ځان ته جامې کتلي. هر ځای نارنجې بیرغونه ځوړند وو، ډېرو نارنجې کميسونه او خولئ اغوستې وې، ځوانانو په مخونو دهېواد بیرغ نقش کړی وو. د امستردام کافې ګانې د خلکو له شور او ځوږ ډکې وې. ښار خوشحال ښکاریدو. نن ماښام هالنډ له برازیل سره مخ وو، په فوتبال کې. د میني موبایل وشرنګېد، دستکول يې پسي‎ ولټاوه، ويې موند، غوږۍ يې پورته کړه، په هالنډي يې څه وویل، تیلفون بند شو.هلک وپوښتل:
ـ څوک وو؟
مینې لنډ ځواب ورکړ:
ـ صدف
داود نور څه ونه پوښتل، په جشنې فضا او تودې هوا کې د ښار ګرځیدو خوند کاوه، مینه په یو لوکس دوکان ننوته، څو جوړه جامې يې خوښې کړې، د دوکان یو اړخ ته د جامو ازمویلو خونه وه، مینې دستکول داود ته ورکړ، ورننوته. داود د باندې ودرید. مینه په نویو جامو کې راووته، مخامخ په دیوالي ائينه کې يې ځان ته وکتل، ګرده تاوه شوه، ويې ویل ‎:
ـ داوده څنګه ښکارم؟
ـ بیخي لکه ماکسیمه (۱)
مینه په خندا شوه، بیا په خونه ننوته، بله جوړه يې واغوسته، بیرته را ووته، دواړه لاسونه يې په ملا کیښودل، چنګه ودریده، ویې پوښتل:
ـ او دې کې څنګه؟
ـ همممممممم لکه مینه
مینې وخندل. څو جوړه جامې يې واخیستې، له دوکانه راووتل. بیا زنګ راغی، مینې غوږی واخیسته. په نه او هو يې ځواب ورکړ، موبایل بند شو. داود وپوښتل:
ـ څوک وو؟
مینې وانوریدل، موبایل سره بوخته وه. پیغام راغی، وې لوست. داود بیا وپوښتل :
ـڅوک وو؟
مینه داود ته مخامخ ودریده، د پوزې څوکه يې ورته په دوه ګوتو ونیوه، ويې خوروله، په مینه يې وویل:
ـ تاته خو مې ویلي وه چې زما په درې شیانو به کار نه لرې؟ ستا لکه چې هېردي؟ هممم خیر، بیا درته وایم، یو موبایل، بل د بانک کارت او جامې.
دواړو وخندل، روان شول. نور زیاتې ستړي ول او وږي. په میکډونالډ ننوتل. مینه یو میز ته کیناسته، داود په کتار کې ودرید، نوبت راورسید، ډوډۍ يې راواخیسته. مینه خپل موبایل سره بوخته وه. داود د ډوډۍ پدنوس په میز کیښود، مینې ته يې وکتل، هغې پرته له ځنډه وویل:
ـ مور ته مې پیغام ولیکو، له ناوخته کیدو مې خبره کړه.
داود په ویړه خوله وویل،
ـ ډېر دې ښه وکړل.
داود کیناست، ژر ژر يې ډوډۍ له کاغذونو راوویسته. مینې ته يې وړاندې کړه. ویې ویل:
ـ زه خو ډېر وږی یم.
مینې کولا پورته کړه، وې ویل:
ـ او زه ډېره تږې ............
دواړه په خندا شول، په خوړو يې پیل وکړ، مینه وارخطا ښکاریده، د تلو تلوار يې وو، مخته له دې چې له خوړنځي ووځي، تشناب ته ولاړه. داود د مینې دستکول، او خلطې راټولې کړې. دستکول کې موبایل وشرنګید، داود لاس ورنه وړو. شیبه ورسته پیغام راغی. شیطان ورته وویل، ويې ګوره! زړه رضا ورنکړه، شیطان زور شو. داود موبایل راواخست، پیغام یې ولوست. په هالنډي لیکل شوي وه. « ګرانې، لا تر اوسه له هغه نامرد سره يې؟ انتظار دې یم ».

(۱) ماکسیمه د هالنډ د ملکې بیاترکس د مشر زوی شهزاده ویلیام الکساندر میرمن ده.


پای
۲۲ / ۰۵ / ۲۰۱۱
 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول