© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

علي سيد سيدي

                                                         سوسیال

په عمر پوخ سړي له کاغذي پاکټه د ګوتو په څوکو تنباکو پورته کړل، د مئين کاغذ منځ یې ترې ډک کړ، د کاغذ څنډې يې یو پر بل راتاوې کړې. شونډې يې بیرته شوې، د بریتو له څوکو يې ژبه راوویسته، د کاغذ په اوږده نرۍ ژۍ يې تیره کړه. کاغذ يې سریخ کړ. د تنبکو له پاکټه يې د نوک په اندازه کاغذ وشکوو، لوله يې کړ، او له تنباکو نه د ډک کاغذ په خوله کې يې ورچوخ کړو، سيګریټ جوړ شو. د تنبکو پاکټ يې ټول کړ. د میز له سره يې لايټر راواخست، له ځایه پورته شو، دهلېز ته ولاړ. د خوب له کوټې د ښځې غږ راتلو. سړي له کوټبنده خپل کوټ را واخیست، په اوږو يې واچاوه، سالون ته راغی. د تلویزیون له مخې تیر شو، دروازه يې خلاصه کړه، بالکون ته ووت. هوا سړه وه، سيګریټ يې بل کړ. لاندې يې وکتل، یوه په عمر پخه جوړه روانه وه. ځانونه يې تاوو کړي ول. سپئ ورسره وو. سپئ د ونې ډډ ته ودرید، ځان يې تش کړ. ښځې نارینه له مټ ونیو، روان شول. د سړي سترګو کې خوښي ښکاره شوه، د سيګريټ روستی دود يې کش کړ او کوټې ته ننوت. دهلیږ ته ولاړ، ښځه له کوټې راووته، د تیلفون غوږۍ يې لاس کې وه، پوزه يې جینګه کړه، د سيګريټ له بويه. ويې وویل:
- جمپر دې له مونږ لېرې ځوړند کړه، بوی کوي.
سړي جمپر ځوړند کړ، ويې پوښتل:
- مور دې ښه وه؟
ښځه سالون ته روانه شوه، ځواب يې ورکړ:
- مور سره نه غږیدم.
سړی پخلنځي ته ولاړ، اوبه يې کیښودې. د چایو ترموز له خیرنو لوښو سره په دستشوی کې پروت و، کنګال يې کړ. وچ چای او ایل یې ورخطا کړل. اوبه ویشیدې، چای دم شو. سړی له دوه پیالو سره سالون ته راغی. ښځه تلویزیون ته ناسته وه، سندرې يې اوریدې. سړی بیرته پخلنځي ته ولاړ، د شکلاتو (۱) قطی يې راوړه. ښځې له واره وویل:
- د شکلاتو سر خلاصه نکړې، سبا نسرین دوئ راځي.
سړي پیالې له چایو ډکې کړې، د قطی سر يې خلاص کړ. د ښځې مخ ته يې کیښوده. ويې ویل:
- تر سبا وخت ډېر دی، بل څه به ورته راوړو.
ښځه بړوسه شوه، د میز له سره يې ریموټ پورته کړ.د تلویزیون غږ لوړ شو. ریموټ يې بیرته کیښود، سړې راواخست، د تلویزیون اواز يې ټيټ کړ. په خندا یې وویل:
ـ اوس شل، پينځه ویشت نه یو، اولادونه لرو، دا پیښې را سره ښې نه ښکاري.
ښځې قهریدلې وچې سترګې ور واړولې:
ـ په هر څه کې دې کار وي، داسې څه شته چې ته پکې کار ونلرې؟
سړي ورو وویل:
ـ مشر یم، مسولیت لرم، باید کار ولرم.
ـ منم مسولیت لرې، باید کار ولرې، خو د کور کارو کې نه. کور زما دی.
دې سره يې د چایو ډکه پیاله له مخې ټیل وهله، سړي په سړه سینه وویل:
ـ اولادونه ښونځي کې دي ، ځکه غواړم درسره خبرې وکړم. ستا هره ورځ داوې هغوئ ځوروي.
ښځي بړز وهل:
ـ زما داوې؟ « ائينه دې ورکه کړې!؟ » ځان ته وګوره، ټوله ورځ مو لکه پولیس په سر ولاړ يې. په ماشومانو ستا کار وي، په تلویزیون ستا کار وي، په تیلیفون ستا کار وي. لیوني دې کړو.
سړي په حیرانتیا وروکتل ويې ویل:
ـ کابل کې کيسه بل ډول وه، غوښتل دې په هر کار دې کار ولرم، خو ما درته وخت نه درلود.
د ښځې تنګې سترګې غونجې شوې، خوله يې ویته کړه، د سړي پیښې يې وکړې:
ـ کابل کې داسې وې، اوس داسې يې، هغه وخت هسې وه، اوس داسې دي، فلان دی او بیسمدان دی!
خوله يې راټوله کړه، ويې ویل:
ـ ودې خوړم.
د ښځې خبرو سړی نشو پارولی، زیاتي ورسره عادت و. کرار یې وویل:
ـ ریښتیا يې ویلي، « سترګې له سترګو شرمیږي » خپل خپلوان نشته، وطن پردی، خلک پردې، ژبه پردی، دود او دستور پردی. دلته به ستا له چا حیا وشي، له چا به دې سترګه وسوزي!؟
د ښځې تنګې سترګې نورې هم تنګې شوې، ويې ویل:
ـ همدا څو خبرې دې زده کړي. وطن دی او کلتور دی، افغانیت دی و اسلامیت دی. تاته ښه خوند درکوي، خو زمونږ دې پزه پې پرې کړه. د اولادو مې درنه توره تیښته ده.
دې سره ښځې مخ تلویزیون ته واړاوه. سړي د چایو پیاله پورته کړه، یوه غړپ سره يې بیرته کیښوده. ويې ویل:
ـ دا څو کاله مې کار نه درلود، هر څه مې تاته پریښې ول. پایله يې بده وخته. بچي مې سبا له ستونزو سره مخ کیدای شي. ستا ورته پام ندی.
ښځه سره وایشیده، ويې ویل:
ـ هو، هو! ستا ډېر ښه پام دی. کمپیوټر مکوه، سترګې دې ورانیږي. ګیم مکوه، څه په درد خوري. انټرنټ مکوه، کتاب ووایه. دا کالي ښه ندي، لستوڼې يې لنډ دي. دلته مه ځه، هلته مه ځه. اخر ولې نه پوهیږې! ټول درنه کرکه لري.
سړي په ډک غږ وویل:
ـ زه اروپا ته د بچو له غمه راغلم. ستاسو د ښه راتلونکي لپاره. خپلې غوښتنې پسې کله هم ونه ګرځيدم. ټول اختیار مې تاته درکړ. د پیسو اختیار، د بچو اختیار، حتا د موټر د لیسنس اخیستو اختیار. ته مې مشره کړې، خو تا خپله مشري پوره نکړه.
سړي سوړ اسویلی وویست، زیاته يې کړه:
ـ بچې مې په کږه روان دي، رانه بیلیږي. هغه خوبونه چې تا ورته لیدلي، تعبیر يې ډېر بد دی.
ښځه له غصې سره شوه، له ځایه پاسیده، د کوټي منځ کې ودریده. ویې ویل:
ـ ته څه غواړې؟ ولې مونږ ارام ژوند ته نه پریږدې؟ د خلکو اولادو ته ګوره او زما ته وګوره، لکه یتیمان چې وي. تا ورته څه خوب لیدلی، ها؟ غورازه موټر؟ وخوره او مه مره؟ ووایه، همدا دي ورته خوب لیدلی؟
د تلویزون ښئ اړخ ته په دیوال عکسونه ځوړند ول. دوه نجونې یو هلک، ښځې او سړي ته يې کتل. هلک حیران و، نجونو خندل، خولې يې نه ټولیدې. سړي وویل:
ـ ژوند په لوکس یا غورازه موټر کې نه خلاصه کيږي، او.........
ښځې ترې وار ونیو:
ـ نه، نه چيره خلاصه کیږي، ژوند خو په کور کیناستو او سيګريت څکولو کې خلاصه کيږي.
سړي ته درد ورغی. وروځې يې ورپیدي، د سوږمو سوري يې ارت شول. غصه يې کابو کړه، ويې ویل:
ـ له یاده مه باسه، زه ستا د ماشومانو پلار، او ستا میړه یم.
ښځې ته دا خبره لکه ټوکه ښکاره شوه. په ملڼدو يې وویل:
ـ زما میړه،؟ ته نه، سوسیال دی. (۲)

(۱) شکلات، اروپایې شیرینې ده چې د نجنونو او میرمنو ډېره خوښیږي.
(۲) سوسیال، د ښاروالیو په چوکاټ کې حکومتي اداره ده چې بېکاره ښاریانو او نويو راغلیو کډوالو سره د کار تر موندلو مالي مرسته کوي.


پای
۰۶ / ۰۶ / ۲۰۱۱

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول