© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

                                    سبزیجات به دلمرینو شعاعو کمبود جبران کړی

       دلمر شعاعوی هغه څه دی چی زموږ دځمکی پر کره باندی په یوه یا بل ډول د ټولو ژوو او نباتاتو د ژوند پایښت ورسره تړلی دی ، خو ددغو شعاعو کچه د زمان او مکان له مخی توپیر کوی . ددی خبری مانا داده چی کمیت تل او هرځای یوشان ندی . دځمکی په شمالی او جنوبی برخو کی د استوایی برخو په پرتله داشعاعوی کمی او همدارنګه د ژمی په موسم کی تر اوړی نوموړی شعاعوی په کمه کچه تر ځمکی پوری رسیږی . له همدی لامله ده چی دلمرینو شعاعو د کمبود پرمهال زموږ ارګانیزم د هغو توکو د کموالی سره لاس او ګریوان کیږی چی دلمر په مټ یی په طبعی توګه ترلاسه کوی ، ځکه نو  باید په مصنوعی ډول یانی د تابلیتو دلاری او یا په کومه بله چاره دا نیمګړتیا پوره شی . 

      تر لوړ سرلیک لاندی د ( 24TIMER) پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼی د ۱۳ / ۲ / ۲۰۱۲نیټی په ګڼه کی د یوی نوی څیړنی د پایلی په اړوند یو مطلب خپور کړی چی پښتو ژباړه یی په لاندی کرښو کی د درنو لوستونکو مخ ته ږدم :

      لمر د ډی ویټامین «D-Vitamin  » یوه ستره سرچینه ده چی په مټ یی زموږ ارګانیزم پخپله د ژوند دا اړین توکۍ تولیدوی . داچی د ژمی په تیاره موسم کی د لمر شعاعوی لږ دی نو بدن مو خپله اړتیا ددغی لاری پوره کولای نشی ، مګر د نوو څیړنو په برکت دا امکان تر لاسه شویدی چی ارګانیزم مو د خوړو وړ سبزیجاتو څخه د « D-Vitamin » په ګډون اړین ویټامینونه پلاس راوړی . 

      د خوراکی موادو په انستیتوت کی د « Rie Bak Japelt» پنامه د یوه څیړونکی د نوو بریاوو په مټ داسی امکان ترلاسه شوی چی د « UVB»(۱) شعاعو په مرسته کیدلای شی په نباتاتو ( سبزیجاتو ) کی د ډی ویټامین کچه لوړه شی او کله چی یی انسانان وخوری ، ارګانیزم یی دا توکۍ تری نه جذبوی او خپله اړتیا ورباندی پوره کوی . نوموړی څیړونکۍ وایی : دڅیړنو پایله ددی لیرلید ښکارندویی کوی چی د « UVB» شعاعو کارول دیوه متود په توګه په نباتاتو کی د « D-Vitamin » کچه  لوړوی او داکار په ځانګړی ډول د ژمی په موسم کی د ډیر ارزښت وړ دی ځکه چی پدی وخت کی دلمرینو شعاعو کچه نیمګړی ده . که چیری د بیلګی په توګه د رومیانو ( رومی بادنجنو ) او کچالو پاڼو ته د « UVB» شعاعوی ورکړل شی ، دهغو نباتاتو په پرتله چی دا شعاعوی ندی ورکړل شوی ، د « D-Vitamin » کچه یی د ۱۸ څخه تر ۶۴ ځله پوری جګیږی  او دا یوه د پام وړ کچه ده . پدی توګه به موږ وکړای شو د ژمی په موسم کی د سبزیجاتو دلاری خپل د اړتیا وړ « D-Vitamin » ترلاسه او دلمرینو شعاعو نیمګړتیا جبران کړو . څیړونکۍ داهڅه هم کوی چی په همدغه ډول په میوه جاتو کی هم د  نوموړی ویټامین د کچی جګولو امکان و څیړی . هغه پدی هکله زیاتوی : « که د نباتاتو په میوو کی هم پدی اړه بریالیتوب ترلاسه شو ، نو دا به ددغه اړین ویټامین د اخیستلو یوه بله ارزښتناکه سرچینه وګرځی .                                 د ژباړی پای

      داخو هغه څه دی چی دنوموړی ورځپاڼی څخه پښتو ته واړول شوه ، خو پکارده پخپله د « D-Vitamin » د رول او ارزښت په اړوند هم لنډ مالومات وړاندی ولرو. له نیکه مرغه می دخپل کمپیوټر په ارشیف کی پدی هکله د « Helse » پنامه ډنمارکی مجلی د ۲۰۰۵ کال د شپږمی ګڼی نه پښتو ته ژباړل شوی لنډکۍ غوندی مالومات وموند چی ډیر پخوا می ژباړلی او د ویروسونو دحملی څخه لا تراوسه په امان کی پاته دی . دلوړ مطلب سره په تړاو کی ددی مالوماتو وړاندی کول هم اړین بولم او هغه دادی :

      د انسانانو بیلابیلو ګروپونو ته پکار ده چی په یوه یا بل ډول په خپل بدن کی د « D-Vitamin » دنیمګړتیاوو و پوره کولو ته پاملرنه وکړی . دا هغه کسان دی لکه د ۶۵ کالو څخه دلوړ عمر لرونکی ، په مواظبتخانو کی اوسیدونکی کسان ، دتاریک رنګه پوست درلودونکی خلګ او هغه کسان چی تل یی ټول بدن په کالیو پوښلی وی . دغو کسانوته لازمه ده چی دتابلیت اخیستلو دلاری خپل د D-Vitamin » کمبود پوره کړی .

      د نورو ویټامینو څخه د « D-Vitamin » توپیر دادی چی د انسان بدن دا ویټامین دلمر دشعاعو اخیستلو دلاری پخپله تولیدوی . خو هغه شمیر کسان چی ګوزاره یی په سیوری کی وی اویا یی بدن تل په کالیو پوښلی وی ( ماشومان او لویان ، نر او ښځی ، حامله او شیدی ورکونکی ) دلمر دسرچینو دلاری نوموړی ویټامین نشی ترلاسه کولای . هغه کسان چی دپوستکی رنګ یی توربخنه دی دهغو کسانو په پرتله چی سپین پوستی دی ، هم دا ویټامین دلمرینو شعاعو دلاری په کمه کچه اخلی . همدارنګه هرڅومره چی عمر مخته ځی د «D-Vitamin  » په تولیدولو کی د بدن وړتیا کمزوری او دځوانانو په پرتله یی دتولید کچه کمیږی .

      دلمر ترشعاعو وروسته خوراکی توکی هم د ډی ویټامین دویمه درجه سرچینه ګنل کیدلای شی ، داځکه چی یوازی ځینی خوراکی توکی ددی ویټامین درلودونکی دی او په همدی خاطر ده چی دخوړو دلاری بدن د ډی ویټامین بشپړه اړتیا پوره کولای نشی . د ډی ویټامین کمښت د هډوکو د پوچوالی (osteoporosis ) لامل ګرځی چی په پایله کی یی دبدن هډوکی په ډیره اسانۍ سره ماتیږی . لدی پرته ددی توکی کمښت دبدن عضلی کمزوری کوی چی دا کار بیا په پاخه سن کی د لویدلو ( غوځاریدلو ) مشکلات رامنځته کوی . که د کلسیم درلودونکی ډی ویټامین تابلیت واخیستل شی نو کولای شی په سلو کی د ۲۰ څخه تر ۳۰ پوری د هډوکو دماتیدو او په سلوکی تر ۱۰ پوری دعضلو دکمزوری کیدو مخنیوی وکړی . د همدی لامله لوړ یاد شوی کسان باید هره ورځ د ۱۰ میکروګرام په اندازه د ډی ویټامین تابلیت وخوری او که چیری نوموړی کسان د شیدو چښلو اویا دشیدو دمحصولاتو دخوړلو سره عادت نلری نو د ډی ویټامین سره ګډ باید د۵۰۰ – ۱۰۰۰ ملی ګرامو پوری کلسیم هم واخلی چی د لسو کالو څخه د ټیټ عمر ماشومانو دپاره یوازی ۵۰۰ ملی ګرامه کلسیم هم بسنه کوی . دمواظبتخانو اوسیدونکو ته سره لدی چی شیدی اویا دشیدو محصولات هم اخلی ، باید ۲۰ میکروګرامه ویټامین ډی د ۸۰۰ – ۱۰۰۰ ملی ګرامه کلسیم سره هره ورځ وخوری .  د ژباړی پای

دژباړونکی یادوونه :

     « UVB»(۱) – دا د ماورای بنفش شعاعو هغه ډول دی چی دڅپو(موجونو) اوږدوالی یی منځنۍ کچه لری او هغه د ۳۱۵ نانومترو څخه تر ۲۸۰ نانومترو پوری دی . ددی شعاعو دڅپو زیات اوږدوالی (UVA ) د۴۰۰ څخه تر ۳۱۵ او ټیټ اوږدوالی (UVC) یی د ۲۸۰ څخه تر ۱۰۰ نانو مترو پوری رسیږی .

     نانومتر ـ دا داوږدوالی ( طول ) د اندازه کولو مقیاس دی چی د یوه متر میلیارډمه برخه جوړوی .

                                                                                                                  پای

 


               

 

 

                                                       «»«»«»«»«»«»   

 

 

 

         ________________________________________________________


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول