|
|
حنیف بکتاش
شړلې مسکا
وطن مې ، لکه د وینو غوټۍ لکه د اوښکو څپه لکه له شونډو پر شا شوې مسکا لکه له زړه نه راوتلې سلګۍ د ویر پر پاڼه باندې ورژېده وطن مې ، لکه زړه سندره لکه د کلي چنا ر لکه سرکښه مجنون لکه عیسی غوندې د مینې مفهوم لکه بودا غوندې ترتله مضمون پر هره کاڼه ، کاڼه د یاد پر پاڼه ، پاڼه ولیکل شو. وطن مې ، د یاد ریښه ، ریښه کې د جفاګانو تصویر د سین پر هره څپه د ماتېدلو بهیر د زړه پر هره شېبه د اسوېلیو تقدیر دا د ځنګله سترګو کې یو انځور شوی اسیر دا د قرآن پر پاڼو د دوزخونو تعبیر
وطن مې ، د سرو او شنو غمبسو راښورېدلې ځاله دا د چړو پر څوکو یوه لیکل شوې کیسه دا د شېبو پر بهیر یوه توکړې لاړه
زما د ګدر شونډوکې ، مینه مړه ده منګی کې نشته ، د خیالونو نړۍ چمن کې نشته ، د سندرو ویاله کټوکې ویر خوټیږي او غم ، د یاد فصل ته دام خوروي.
دا زما د کلي د بزګر لاسونه چا تړلي ؟ پر دې ویالې کومه داړه راغلې ؟ چې په لښتیوکې مسکا نه خوځي او په پټیو کې ، د مینې پر ځای فصل اغزي زېږوي !
زمانه ولې داسې شنډه ښکاري ؟ مینې کې ولې اعتماد مړ شوی ؟ هنداره ولې تصویرنه شي ښودی ؟ سبا کې ولې رڼا نه بهیږي آسمانه ړوند یې ، ولې نه نړېږې ؟ !
لارویه ، لاره درنه ورکه نه شي بیا پر پردیو لارو پل کښې نږدې نوې لار پرانیزه ، یو نوی فصل نوي نیالګي ته اعتبار ورکړه بیا د غوټۍ شونډو ته مینه ، مینه بڼ ته ، پرتم د اقتدار ورکړه !
When the Sun reads the Verses of God Hanif Baktash Kabul 2009
«»«»«»«»«»«»
ادبی ـ هنری
|