|
|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
د افغانستان کانونه: ګیدړی ته به خپل پوست بلاشی
څو ورځی وړاندی می په افغان – جرمن انلاین کی دکابل پولی تخنیک انستیتوت نه زما دیوه پخوانی تکړه شاګرد انجینر نعیمی په قلم د ( په افغانستان کی میلیاردونه تر خاورو ........ ) سرلیک لاندی د ډنمارکی ورځپاڼی نه یوه ژباړل شوی لیکنه تر سترګو او په ځیر می ولوسته . د ژباړی په پای کی نوموړی زما نه دخپل یوه استاد په توګه په درنښت او ټینګار هیله کړی وه چی پدی هکله یو څه ولیکم . دافغانستان دکانی شتمنیو موضوع چی داګړی درسنیو د لومړی مخ خبر ګرځیدلی زه هم په دقت څارم او چی څه په رسنیو کی په مخه راشی ، ورڅخه نه تیریږم او په مینه یی لولم . داځکه چی د یوی خوا دیوه قلموال په توګه د لوستلو سره مینه لرم او دویم داچی دوظیفوی مکلفیت له مخی می له بل هرچانه زیات دافغانستان د کانوسره سروکار درلود او د اوږدو کلنو دپاره می د ټول افغانستان دجیولوجیکی سروی او کانو پلټولو مسؤلیت پرغاړه وو . زه پدی اند یم چی ددی ټولو تبلیغاتو موخه یوازی دافغانانو په ښیګڼو باندی دخوشحالۍ ښودل ندی بلکه شاته یی څه نور شیان هم پټ دی چی په ښکاره ډول یی لیدل اسانه ندی . په همدی خاطر می ددی لیکنی موخه یوازی دانده ټاکلی چی دیوه متخصص په توګه دافغانستان د کانونو حالت په مسلکی توګه وڅیړم او وطنوالو ته یی یوداسی علمی تصویر وړاندی کړم چی دعام پوهاوۍ څخه لوړ وی . پدی اړه هم په کور ددننه او هم دباندی ډیری څرګندونی شوی چی دعمومی پوهیدو او عام تصویر دپاره کافی بریښی . له دی نه زیاته دمسلک له مخی ژورتیا کیدلای سی یوازی دمسلکی کسانو دپاره د پوهیدلو وړ وی . خو دمګړی عام ذهنیت ورته د دومره پوهیدلو پخاطر سترګی په لار دی چی وروسته په لدی نه څه جوړه شی . البته د کانونوپه هکله به هم تر وسه وسه ضروری معلومات وړاندی کړم او د یادولو پروخت به یی هڅه وکړم چی د بیخی اړین حالت نه پرته د ډیری پیچلی مسلکی ترمینالوژۍ نه کار وانه خلم تر څو ټولو ته د پوهیدو وړ وګرځی . کله چی د یوه هیواد دطبعی ذیرمو په اړه خبری کیږی، به ظاهره داسی ښکاری چی دا یوازی یوه اقتصادی موضوع ده او بس . خو دامقوله باید له پامه و نه غوځوو چی سیاست د اقتصاد کښیکښلۍ ( فشرده ) شکل دی ، نو غواړو یا نغواړو پدی اړه مجبور یو چی په یوه یا بل ډول موضوع ته دسیاست سره ټړاو ورکړو . کنه نو بیله دی نه به په ځانګړی توګه پدغه حساس پړاو کی ددی خبری څیړل نیمګړی پاته وی . دافغانستان د کانونوموضوع د روان ۲۰۱۰ کال د جون راهیسی د نړیوالو رسنیو د لومړیو پاڼو سرلیکونه ښکلی کوی . داخبره هغه وخت منځته راولویده چی دامریکا ډیری مشهوری ورځپاڼی نیویارک ټایمز د افغانستان تر ځمکی لاندی د ۱۰۰۰ میلیارد دالرو په ارزښت د کانی زیرمو دشتون خبر خپور کړ .د نیویارک ټایمز ورځپاڼی دا خبر د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) دجیولوجستانو د راپور له مخی چی په افغانستان کی یی ځینی څیړنی تر سره کړی وی ، نشر ته سپارلۍ وو . هلته لیکل شویدی چی دافغانستان غرونه او دښتونه یو رښتینی طلایی کان دی ، ددی هیواد تر ځمکی لاندی دنورو اړینو کانو ترڅنګ په لویه پیمانه د اوسپنی ، مسو ، کوبالت ، طلا او لیتیوم زیرمی ځای پر ځای شویدی . لیتیوم یو ډیر ارزښت لرونکی فلز دی چی له هر څه نه زیات یی په بطریو کی کارول ورځ تر بلی پراختیا مومی . په راپور کی داهم ویل شوی لکه څنګه چی سعودی عربستان د تیلو به بحر کی لاهو دی او لدی کبله نړیوال شهرت لری ، افغانستان به د لیتیوم د استخراج له مخی همدومره شهرت و مومی . یو شمیر کتونکی دا دتعجب او حیرانتیا وړ بولی چی پنتاګون دڅه پخاطر پدغو دجنګ په حساسو شیبو کی ددی راپور په خپرولو لاس پوری کړ . همدغی خبری دڅیړونکو تر منځ بیلابیل غبرګونونه را وهڅول . ځینو لودیزوالو څیړونکو دی موضوع ته په سربیرن ډول یوازی په اقتصادی سترګه وکتل او دایی لدی پلوه یو په زړه پوری خبر وګاڼه ، ددی لاری یی په تبلیغ او خپرولو کی ونده واخیستل . ځینو د سیاسی موخو په پام کی نیولو سره موضوع و شنل اوځینو نورو بیا په انتقادی ډول وڅیړل او د خپل نظر سره سم یی دسیاسی لاری دا خبره تحلیل کړه . ډنمارکی رسنیو هم دلته په ډنمارک کی دا خبره د راز رازسرچینو په حواله پرله واړول راواړول . دبیلګی په توګه د جیم لیوبی پنامه د ( ای پی اس ) خبری اژانس ژورنالیست وایی چی ددغو معدنو کشف خو د تیری پیړی د اتیایمو کلنو لاسته راوړنه ده چی دشوروی کان پیژندونکو په مرسته ترسره شویده . دنوموړو کارونو پایلی په ۲۰۰۷ کال د امریکا دجیولوجیکی خدمتونو د انستیتوت لخوا او همدارنګه د برټانیا د جیولوجیکی څیړنو په مجله کی هم په داګه شوی دی ، بیانو د څه پخاطر پدی وخت کی دومره زیات پام ور اړول کیږی . د مارک امبیندر په نظر چی د اتلانتیک په مجله کی یی څرګند کړیدی ، دا د پنتاګون یوه پراخه تبلیغاتی لوبه ده چی پدغه وخت کی یی دافغانستان معدنی شتمنی د نړیوالو رسنیو ږیږه سرلیکونه وګرځول . لکه څنګه چی یاده شوه پدی لوبه کی د پنتاګون سره یو ځای لودیز هم لویه ونډه واخیستل . ډنمارکی رسنیو هم خپله ونډه ادا کړه او ژورنالیست جیم لیوبی چی پدی ډله کی موضوع ته لږ غوندی په ژوره کتلی دهغه په حواله لیکی چی پنتاګون دا موضوع پدی خاطر را مخته کړیده چی د روان منفور جنګ څخه دعامه ذهنیت پام بلی خواته واړوی او د دوام دپاره یی دخپلو خلګو څخه یو څه نور وخت تر لاسه کړی : دی لیکی : اخیرنیو ټولپوښتنو و ښوده چی امریکایان نور د واشنګتن دهغو پریکړو ملاتړ نه کوی چی دجنګی حل لاری ته باید دوام ورکړل شی . واشنګټن او د ناڼو انډیوالان یی اوس ډیر لږ وخت لری چی خپل خلګ پر دی خبره قانع کړی چی د طالبانو په وړاندی د دوی روانه ستراتیژی اغزمنه او کاری ده . دی زیاتوی چی د افغانستان د معدنی زیرمو په اړه د پنتاګون تبلیغات ددی د پاره دی چی خپلو خلګو ته دا وښيی چی پدی جنګ کی زموږ درانه لګښتونه بیځایه نه ځی او دطالبانو ماتول هم داګړی یوازنۍ او اصلی موخه نده بلکه د افغانستان معدنی شتمنیو ته لا س رسۍ هغه څه دی چی باید په ستراتیژیکی موخو کی له پامه و نه غورځول شی . زه پخپله هم سره لدی چی دنوموړی ژورنالیست ددی نظر سره همږغۍ یم چی په افغانستان کی د کانی زیرمو د شتون خبره څه نوی شی ندی او سره لدی چی دا ډار هم راسره شته چی ددغو زیرمو شتون به خدای مکړه د روان جنګ پر اور باندی غوړی توی کړی . خو خوشنین نظر تل په شر کی خیر لټوی ، ځکه نو زه پدی کار کی یو مثبت ټکۍ هم وینم او پدی خاطر یی ګټور بولم چی دنړۍ دپانګه والو پام یی دافغانستان و کانونو ته را واړاوه او هغوی یی پدی باندی ډاده کړه چی هلته په رښتیا هم هغه څه شته چی په پانګی اچونی او لګښتونو ارزی . دا زیرمی که هر څومره هم ستری وی خو تر څو چی استخراج نشی ، هیڅ ګټه ورنه تر لاسه کیدلای نشی او د لویو کانو را ایستل هم ولویی پانګونی ته اړتیا لری چی افغان دولت لا تراوسه پوری دبده مرغه دخپلی بودجی څخه دا توان موندلی ندی . د نړیوالو پانګه والو را ماتول بیا ساده او اسانه کار ندی او باید هغوی پدی باندی ډاډمن کړل شی چی د اړوند کان پر زیرمه باندی پانګه اچونه بیځایه نده . که چیری ما غوندی دافغانستان په لس ګونو متخصیصین هره ورځ به ساعتونو د تلویزیونی کامرو مخی ته کښینو ، سل قسمه وخورو او ان علمی دلایل هم وړاندی کړو چی موږ پریمانی معدنی زیرمی لرو ، پانګه وال به تر هغه وخته دا و نه منی څو خپل ماهیران یی راغلی نه وی او دلته یی اړینی څیړنی تر سره کړی نه وی . خو د پنتاګون د جیولوجستانو نظر دوی ته د اطمنان وړ دی او په ډاډه زړه که لږ وډیر د امنیت اطمنان ورکول شی ، پانګی اچونی ته لیوال کیږی . لنډه داچی دا هغه حالت دی چی کیدلای شی په شر کی خیر و لټول شی . دا خبره بیا چی شوروی ماهرانو دازیرمی په اتیایمو کلونو کی کشف کړی وی ، پرځای نده . دلته دوی خبری د پام وړ دی چی یوه یی د معدنو کشف او موندل دی او بله یی په معدن کی د زیر مو د کمیت او مقدار محاسبه ده . زه د اوږدو کلونو دپاره د ټول افغانستان په کچه بیله ګاز او نفتو چی د تیلو په ملی موسسی پوری یی اړه درلوده ، دنورو ټولو معدنو د پلټولو او د ټول هیواد د جیولوجیکی سروی او هیدرو جیولوجیکی چارو مسؤل وم چی هرڅه می تر سترګو لاندی تیر شوی دی . اتیایم کلونه تر شوروی یرغل ( ۲۷/ ۱۲ / ۱۹۷۹ ) وروسته د وطن د ازادولو پخاطر د جنګ کلونه وه . د ۱۹۸۰ کال د پیل څخه د عینک دمسو پر معدن باندی د کار نه پرته نور نژدی په ټولو ولایتونو کی دجیولوجیکی نقشی اخیستلو ( نقشه برداری ) اوکان پلټنی په موخه زموږ ټول ساحوی کارونه د امنیت دنشتوالی له کبله په ټپه و دریدل چی دعینک دمعدن دساتلو خبره به وروسته په لږ تفصیل سره وکړم . لدی نه پرته دبغلان ولایت په پلخمری کی د کرکر – دودکښ د ډبرو سکرو پرکان او د غوری د سمنټو فابریکی د اومو موادو د زیرمو پرڅیړلو باندی هم په ټاکلی کچه کارونه روان وو . د کانو او صنایعو په وزارت کی د کانو او جیولوجی سروی د چارو ریاست چی د بیلګی په توګه په ۱۹۷۸ کال یی نژدی ۳۶۰۰ تنه کارکونکی یی درلوده د اتیایمو کلنو په پای کی داچی دکار ساحه یی ډیره محدوده شوی وه ، تشکیل یی نژدی نیمی برخی ته را ټیټ شو . پدی شمیر کی هم زیاته برخه هغه مسلکی کسان وساتل شوه چی د لسانس ، ماسټر او د دوکتورا په کچه یی دیپلومونه درلودل . دامهال د کابل د پولی تخنیک انستیتوت او د کابل پوهنتون دسیانس پوهنځۍ د جیولوجی له څانګی نه او همدارنګه دشوروی اتحاد د اړوندو تعلیمی موسسو څخه یو په بل پسی افغانی محصلان فارغیدل چی باید په کار ګمارل شوی وای . دا یو ډیر ستونزمن کار وو . زه پدی ښه پوهیدم چی دامسلکی کسان یوه ستره ذخیروی پانګه ده او داهیله می هم د لاسه نه وه ورکړی چی یو وخت به دشوروی یرغلګرو ټغر ټول ، په وطن کی به بیا ارامی او امنیت راشی او دغه مسلکی پانګه به په کار واچول شی چی له بده مرغه می دا خوب رښتیا نشو . دمسلکی کادرونو د ساتلو په موخه می کال په کال دغیرمسلکی پرسونل په کمیدو سره د مسلکی تشکیل برخه زیاتول . دنیکه مرغه ددی ریاست ټول بودجوی لګښتونه د دولت د انکشافی بودجی د لاری په پام کی نیول شوی وو چی دپلان په وزارت پوری یی اړه درلوده او هلته زیات شمیر داسی مسلکی کادرونو کار کاوه چی زما ددی هلو ځلو په اهمیت پوهیدل ځکه یی نو د بیروکراتیکو جنجاتونو سره نه مخامخ کولم . که چیری دا لګښتونه د عادی بودجی د لاری وای نو د مالیی وزارت بیرو کراتانو به هیڅکله هم زما دا موخی درک کړی نه وای . پدی کلونو کی مو دمسلکی کادرونو ډیره برخه ددی پخاطر چی بیخی بیکاره پاته نشی ، په هغو کارونو لګیا کول چی ډیر اړین نه وو . البته یو د پام وړ شمیر کسان د کابل په ولایت کی په هایدروجیولوجیکی ( تر ځمکی لاندی اوبو زیرمی څیړل ) کارونو ، دساختمانی موادو دمعدنونو دکمیت او کیفیت په څیړلو ، جیوفزیکی کارونو او په یولړ ډیرو ګټورو کارونو لکه جیوانجینری څیړنو بوخت وو چی د پلان شوو تعمیرونو او تاسیساتو د بنسټ دفزیکی او میخانیکی ځانګړتیاوو څیړنه یی سرته رسول . دغه اکارونه بیا ډیر اړین وه چی د پروژیو جوړولو مرکزی انستیتوت ( پما ) د اداری په سپارښت ترسره کیدل . پکارده د خوښۍ په څرګندولو سره ووایم چی د جیولوجی سروی په ریاست کی ډیر صمیمی او وطنپال پرسونل را ټول شوی وو چی د مشرتابه کړیو او کارکوونکو تر منځ په لوړه کچه متقابل احترام او پوهاوۍ واکمن وو . همکارانو می ستونزی ښه درک کولی خو دخاد اجنټانو او په ګوندی لومړی سازمان کی یو څو تنو ناځوانه کسانو په خپلو دسیسه بازیو سره بیشمیره ستونزی راته زیږولې . همکارانو می زیات درناوی راته کاوه او دیوی ټینګی قلعه پشان رانه چاپیره وه چی باید د زړه له کومی یی منندوی اوسم . دلوړو اړینو یادوونو وروسته به راشم د پنتاګون راپور او په هیواد کی د معدنی زیرمو د څرنګوالی خبری ته : دلومړی برخی پای . نوربیا
«»«»«»«»«»«»
________________________________________________________
|